اذربایجان په کابل کې خپل سفارت پرانیزي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۹ مه نېټه):

د یو شمېر اذربايجاني رسنيو د خبر له مخې د دغې هېواد د بهرنيو چارو وزير، جيحون بايراموف ويلي، چې په 2024 کال کې به په کابل کې خپل ډيپلوماتیک ماموريت پرانيزي.

دغو رسنيو زیاته کړې، چې بایراموف په باکو کې خبري ناستې ته د وینا پرمهال دغه څرګندونې کړې دي.

د ځایي مسوولینو په خبره نوي کال کې به باکو په څو نورو هېوادونو کې هم ډيپلوماتیک ماموريتونه پرانیزي.

د اذربایجان ريپورت خبري آژانس هم ویلي، چې د دې هېواد  ولسمشر الهام علی اووف د 2021 کال د جولای په 28 مه په يوه لاسلیک شوي فرمان کې الهام ممدوف د افغانستان لپاره د سفير په ټوګه ټاکلی دی.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه په افغانستان کې د اذربایجان د سفارت د پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-105772299284903/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *