د راپورونو له مخې اوچا ویلي، چې د روان 2023 کال له پیله تر دې دمه 3سوه زره افغان کډوال خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.
د ملګرملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دې دفتر زیاته کړې، چې د روان 2023 کال د جنورۍ له میاشتې څخه د مۍ تر میاشتې پورې له ایران او پاکستان څخه 2 لکه 99 زره 7 سوه افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.
د اوچا په خبره، په تېر 2022 زېږدیز ټول کال کې بیا 3 لکه 77 زره کسان او په 2021 کال کې 4 لکه 91 زره کسان په همدې موده کې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي وو.
اوچا دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې دې وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو د افغان ګډوالو د ځورېدنې خبرونه ډېر شوي دي.