کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۳ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندز ولايت کرنې، اوبو لګولو او مالداري رياست د کرنيزو تخمونو د تصديق آمريت چارواکو ويلي، چې سږ کال څلور څېړنيز فارمونه د کرنيزو تخمونو د توليد او تکثير دولتي شرکت او د کرنيزو تخمونو د توليد خصوصي شرکتونو لخوا 432.512 مټريک ټنه هستوي، مورني او بنيادي تخمونه په 17320.61 جريبه ځمکه کې په 1601 تنه بزګرانو باندې د مورني، بنيادي او تصديق شوي تخمونو د توليد په موخه وېشل شوي دي.
د کندز ولايت د کرنې رياست چارواکي زیاتوي، چې د کندز، بغلان، تخار او بدخشان په کرنيزو څېړنو فارمونو کې 37.85 جريبه، د کندز دولتى شرکت 874 جريبه، د بغلان دولتي شرکت 1065.3 جريبه، ذاخيل پامير شرکت 1464جريبه، زمزم شرکت 2023.96 جريبه، مصطفي چوپان شرکت 997.5 جريبه، سلطان داود شرکت 346 جريبه، دهقان عصري شرکت 522جريبه، لوي باختر افغان شرکت 2156 جريبه، نهر سعيد شرکت 582 جريبه، کولاب کندز شرکت 351 جريبه، عبدالمصور شرکت 620 جريبه، همکار دهقان شرکت 419 جريبه، حضرت سلطان شرکت 40 جريبه، شعيب تاج شرکت 180 جريبه، خواجه کفتر شرکت 2400 جريبه، عبدالبصير عمرخيل شرکت 992 جريبه، ابوذر غفاري شرکت 340 جريبه، مصطفی اسلمي 280 جريبه، پيشګام عرب شرکت 100 جريبه، خرم صحرا شرکت 108جريبه، برګ سبز شرکت 280جريبه، مظلوميار شرکت 200 جريبه، دوشي شرکت 382 جريبه، خانه دهقان 60جريبه، تالقان شرکت 80 جريبه، همدرد شرکت 40 جريبه، سعادت بلوڅ شرکت 320 جريبه او بهارستان شرکت 160جريبه ځمکه کې کرلي دي چې د تفتيش دوه مرحلې يي پای ته رسېدلي او نږدې ورځو کې به يې آخري تفتيش هم پيل شي.
په پام کې ده چي د دې وېشل شوي تخمونو نه ۱۲ زره مټريک ټنه اصلاح شوي او با کېفيته تخمونه توليد شي، چې دا تخمونه د امراضو، آفاتو په وړاندې به مقاوم او لوړ حاصل ولري او د بزګرانو په حاصلاتو کې به رغنده رول ولري.
د مسوولینو په وینا د دې تخمونو په کښت سره به هېواد د ځان بسیاینې خوا ته نږدې شي او تخمونه به د تصديق څخه وروسته د هېواد په نورو بزګرانو هم ووېشل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/