معماری
خانه / فعالیتونه / د ګهیځ ټولنې یو پلاوي په کندوز ولایت کې د شهید منهاج الدین ګهیځ له کورنۍ سره وکتل
Gaheez (2)
Gaheez (2)

د ګهیځ ټولنې یو پلاوي په کندوز ولایت کې د شهید منهاج الدین ګهیځ له کورنۍ سره وکتل

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې یوه پلاوي د ۱۳۹۷/۹/۲۱ مه نیټه کندوز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شهید منهاج الدین ګهیځ په ټاټوبي کې د نوموړي شهید د کورنۍ له ځینو غړو سره وکتل او همدارنګه د نوموړي شهید مقبرې ته په ورتلو سره یې د رسنیو او بیان د آزادۍ د دغه شهید روح ته دعا وکړه.

یاد پلاوي چې پکې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې مشر استاد سردار محمد دیندار خیل، د ګهیځ ټولنې پخوانی مشر او د اجرایي کمیسیون غړی استاد عبدالظاهر حمیدي او د ټولنې د اړیکو مسؤول محترم احمد ضیاء رحیمزي ګډون درلود، د کندوز ولایت د خان آباد په ولسوالۍ کې د شهید منهاج الدین ګهیځ د کورنۍ له ځینو غړیو سره په کتنه کې، دوی ته ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه ور و پېژندله، او په ترڅ کې یې د نوموړي شهید د ژوند او مبارزې په اړه له دوی څخه لا زیات معلومات تر لاسه کړل.


همدا راز د دې سفر په ترڅ کې د ګهیځ ټولنې د پلاوي غړي د کندوز د خان آباد ولسوالۍ په چهار آسیاب کلي کې د شهید منهاج الدین ګهیځ مقبرې ته ولاړل او هلته یې د نوموړي شهید روح ته دعا وکړه.


د یادونې وړ ده چې شهید منهاج الدین ګهیځ د مرحوم قاضي برهان الدین زوی، چې په ۱۳۰۰ لمریز کال کې د کندوز د خان آباد ولسوالۍ په یوه روڼ اندې کورنۍ کې زېږدلی و چې ژوند یې په مبارزه او رسنیز فعالیت سره لا نور هم سپیڅلی کړ. نوموړي د ۱۳۴۷ لمریز کال په دلوې میاشت کې د “ګهیځ” په نامه یوه اونېزه جریده پیل کړه چي وروسته بیا په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د کابل په ګذر ګاه سیمه کې په خپل هستوګنځي کې د څو تنو نا پېژانده کسانو له خوا په شهادت ورسید او په خپل پلرني ټاټوبې کې خښ کړای شو.

قالب وردپرس