معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏تېر یو کال کې له افغانستانه ۹ زره متره مربع غالۍ بهرنیو هېوادونو ته صادر شوې ده

‏تېر یو کال کې له افغانستانه ۹ زره متره مربع غالۍ بهرنیو هېوادونو ته صادر شوې ده

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه) د افغانستان د غالۍ اوبدونکو ټولنې رییس نور احمد نوري رسنیو سره په خبرو کې وویل، د یو ګټور مالي سیستم نه شتون او د بانکي خدمتونو په برخه کې شته ستونزو د دوی کار ټکنی کړی دی.
پر افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ وروسته امریکا پر دغه هېواد بندیزونه ولګول او د افغانستان میلیاردونه ډالر پانګه یې کنګل کړه، چې ور سره د افغانستان بانکونه له اقتصادي ستونزو سره مخ شول.
د غالۍ اوبدونکو د ټولنې رییس نور احمد نوري وایي، په ۲۰۲۱ کال کې یې وکړای شول چې ۹ زره متر مربع غالۍ له افغانستانه بهر ته صادر کړي.
نوري د مالي عاید د ترلاسه کولو په باب جزئیات ورنه کړل.
له دې وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې افغانستان ۷ زره متر مربع غالۍ صادر کړې وه.
ښاغلی نوری وايي چې سږ کال د غالۍ اوبدلو لومړنیو توکو بیې د تېرکال په پرتله څه باندې ۸۰ سلنه لوړې شوي، ځکه د هغه په وینا، د افغانستان ۳۰ سلنه وړۍ ګاونډیو هېوادونو ته قاچاقېږي.
د افغانستان د غالۍ اوبدونکو ټولنه د اسلامي امارت له حکومته غواړي چې د دغو وړیو د قاچاق مخه ونیسي او د افغاني غالیو د صادرولو لپاره دې هوایي سوداګریز دهلیز بیرته پرانېزي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس