معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندوز کې د شپږو پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې

کندوز کې د شپږو پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۵ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کندوز کې د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو ویلي، چې روان کال یې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو پراختیایي پروژو چارې بشپړې کړې دي.

د دغه ولایت د ټولګټو چارو رییس ویلي، چې په راتلونکي کال کې به د دغه ولایت په کچه د ۹ نورو مهمو ټولګټو پروژو د پلي کولو چارې هم پيل شي، چې ورسره تر ډېره بریده به د خلکو ستونزې هم هوارې شي.

تر دې وړاندې هم سرپرست حکومت هېواد کې د یو شمېر پروژو د پلې کولو خبر ورکړی وو، چې د مسوولینو په وینا ګڼو بې روزګارو کسانو ته د کار زمینه په کې برابره شوې وه.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس