معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / کریملېن وايي پوتین به له بایډن سره د افغانستان په تړاو وغږېږي

کریملېن وايي پوتین به له بایډن سره د افغانستان په تړاو وغږېږي

کریملین خبر ورکوي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په راتلونکې غونډه کې د نورو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم وغږېږي.
ګهیځ: نن شنبه (دلیندۍ ۱۳مه) د کریملېن یوه سلاکار یوري اوشاکوف ویلي چې د تر سره کېدونکې انلاین سرمشریزې لپاره په راتلونکو ورځو کې یوه احتمالي نېټه په پام کې نیول شوې، خو مسکو په تمه دی چې واشنګټن به یې څه وخت باوري کړي.
اوشاکوف زیاتوي چې په یاده سرمشریزه کې به د افغانستان، لیبیا، سوریې، ایران او نورو هېوادونو پر اړوندو مسایلو بحثونه وشي.
د اوشاکوف په خبره پوتین دا هم غواړي، چې بایډن ته د امنیتي ضمانتونو د هغې طرحې خبره وریاده کړي چې پر بنسټ یې باید د ختیځ پر لور د ناټو د پراختیا مخه ونیول شي او هغه څه ته د پای ټکی کېږدي، چې مسکو یې د اوکراین په ګډون د روسیې ګاونډیانو ته د ګواښوونکو وسلو استول ګڼي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس