معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د شاه و عروس برېښنا بند د وروستي پړاو د جوړیدو چارې پیل شوې

کابل کې د شاه و عروس برېښنا بند د وروستي پړاو د جوړیدو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۷   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د پلازمینې کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه وعروس د برېښنا بند د توربینونو د نصیب لړۍ پیل شوه.

دخبر پر بنسټ مسوولینو ویلي، چې د دغې برېښنا بند د چارو په بشپړېدو سره به د ۲۷۰۰ هیکټاره ځمکه خړوبه شي او د دې ترڅنک به یو اعشاریه دوه میګاواټه برېښنا هم تولید کړي.

د یاد وزارت مسؤولینو ویلي، چې د دې بند د جوړېدو چارې به  د راتلونکي کال په ترڅ کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د برېښنا دغه بند د جوړېدو خبر په داسې مهال ورکول کیږي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت د چارواکو په خبره د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د نغلو په اړوند سیمه کې هم د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولیدي پروژې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس