معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د اوبو د ۱۱ کوچنیو بندونو د جوړېدو چارې پيل شوې

کابل کې د اوبو د ۱۱ کوچنیو بندونو د جوړېدو چارې پيل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۴ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو ویلي، چې د کابل په ۱۱ ولسوالیو کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو ۱۱ کوچنیو بندونو د جوړېدو چارې یې پیل کړي.

د دې وزارت سرپرست وزیر د دې پروژو د پرانیستې پر مهال ویلي، د دغو کوچنیو بندونو له جوړولو څخه یې موخه د اوبو مدیریت، د کرنې لپاره د اوبو چمتو کول او د ځمکې لاندې د اوبو ذخیرو پیاوړي کول دي.

تر دې وړاندې هم د یاد وزارت له لوري د کابل په دریو ولسوالیو کې د دریو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل شوې، چې د مسوولینو په وینا نږدې راتلونکې کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس