ډبلیو ایف پي وایي، تېر کال یې افغانستان کې له ۱۹ میلیونه خلکو سره مرسته کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي، چې تېر کال یې په افغانستان کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په ملاتړ له نږدې ۱۹ میلیونه افغان وګړو سره مرسته کړې.

د خبر پر بنسټ، یادې ادارې په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په دغه مرستو کې خوراکي توکي، نغدې پیسې او د مهارتونو زده کړې هم شاملې وې.

د خوړو نړیوالو پروګرام تر دې وړاندې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان لپاره ۲۰۲۳ کال له بحرانه ډک کال و.

راپور کې ویل شوي، چې تېر کال د بې سارې تمویل کمښت له امله لس مېلیونه خلک د خوړو د نړیوال پروګرام د خوراکي مرستو څخه بې برخې شول.

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې د خوړو نړیوال پروګرام هغو ښځو ته ځانګړی لومړیتوب ورکوي، چې د کور سرپرستي ورته تر غاړې وي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-105772299284903/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *