معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په کونړ کې د مناګي برېښنا بند تر اوو کلونو ځنډ وروسته هم ندی بشپړ شوی

په کونړ کې د مناګي برېښنا بند تر اوو کلونو ځنډ وروسته هم ندی بشپړ شوی

په کونړ کې د مناګي برېښنا بند تر اوو کلونو ځنډ وروسته هم ندی بشپړ شوی

راپور: ذبیح الله لاروی

په کونړ ولایت کې د ۲،۱ میګا واټه په ظرفیت د مناګي برېښنا بند چارې چې اووه کاله پخوا پیل شوې وې لا تر اوسه هم ندي بشپړې شوې او خلک وایي چې دا پروژه دوه درې لاسه خرڅه شوې ده.
د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د پیچ درې پر سیند د مناګي برېښنا کوټ چې د دوه اعشاريه يو ميګاواټ برېښنا د توليد ظرفيت لري، په ۱۳۹۲ کال کې يې د جوړېدو چارې د برېښنا وزارت د ۹،۸ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت پيل شوې وې او ټاکل شوې وه د څلورو کلونو په موده کې بشپړ شي، خو د نا معلومه تخنیکي ستونزو له امله یې چارې له تېرو څلو کلونو راهیسې د ځنډ ښکار کېږي.
د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکي وایي د برېښنا دغه بند د وټه پور او ماڼوګي ولسوالیو لپاره جوړ شوی وو خو ولایتي اداره په لوی لاس دا پروژه جنجالي کوي.
ولایتي ادارې له دغه برېښنابند څخه د برېښنا لینونه د کونړ مرکز اسعد آباد ته غزولي او دې برېښنا بند ته نږدې سیمو ته هم د برېښنا رسولو پلان نه لري.
وټه پور ولسوالۍ چې دا برېښنا بند پکې جوړ شوی، خلکو يې په ځلونو ځلونو له یاد برېښنا کوټ څخه د برېښنا د ترلاسه کولو غوښتنې کړې او وخت په وخت یي لاریونونه هم کړي، خو لا یي هم ولایتي ادارې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د وټه پور ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی امان الله سالارزی چې دې برېښنا کوټ ته نږدې کور لري وایي: “زمونږ د کور په سر د برېښنا لینونه تېر شول، خو تش لینونه دي او برق پکې نشته، ستونزه بېخي ډېره ده، ویاله بې کیفیته ده ټوله راغورځیدلې ده دغه برق به څه کار وکړي؟ داسې ظلم څوک هېچا سره نه کوي؛ لکه دې ولایتي ادارې چې مونږ سره وکړو، زمونږ په سر یې لینونه تېر کړي دي او بدبختانه زمونږ ولسوالۍ ته یې برق توزیع نه کړو او زمونږ سره یې ظلم وکړو.”
همداراز ددې پروژې ځنډ هم د کونړ ولسونه اندیښمن کړي او وایي چې د یادې پروژې له ټاکلي وخت څخه کلونه واوښتل خو لا یي هم کارونه په بشپړه توګه نه دي خلاص شوي.
دوی یې د کار کیفیت خراب بولي او وایي چې کانال یې په سمه توګه نه دی جوړ کړی او له بشپړېدو وړاندې باران بېرته خراب کړی دی.
دوی له مرکزي او ولایتي ادارې غواړي چې د دا ډول مهمو او بنسټېزو پروژو باید په سمه توګه څارنه وکړي، څو يي چارې د پروپوزل سره سمې ترسره شي او د دولت بودیجه په ځای او د خلکو په ګټه ولګول شوي.
دوی همدا راز وايي چې حکومت باید د یادې پروژې په څېر مهمې پروژې په لوی لاس جنجالي نه کړي.
په کومو ځایونو کې چې پلې کېږي باید د هغو سېمو اوسېدونکو ته پکې پوره برخه ورکړي، څو يې خلک ورسره د پروژې چارې ښه او د امنیت په فضا کې پای ته ورسوي.
داسې ویل کېږي چې د یاد برېښنا کوټ څخه یوازې ماڼوګي ولسوالۍ او مرکز اسعدآباد ته برېښنا ورکول کېږي .چې همدې خبرې د وټه پور اوسېدونکي خفه کړي دي.
د وټه پور ولسوالۍ د ځوانانو د شورا رئیس رسول محمد خاکسار وایي: “د مناګي د برېښنا بند په اړه به درته دومره ووایم چې یو خو دا پروژه ډېره ځنډنۍ شوه، تقریبا شپږ اووه کاله یې وشول تر اوسه پورې مکمل نشوه، او دویمه موضوع داده چې د کانال سیسټم یې ډېر کمزوری دی، د غره په غاړه کې دغه کانال جوړ شوی چې په بارانونو کې ورته غټې غټې تیږې راغورځیږي او کانال تخریبوي او اوس یې هم ډېر تخریب کړی دی”.
نوموړی زیاتوي چې: په کونړ کې یوازینۍ پروژه داده چې د خلکو هیلې ورپورې تړلې دي او چې د دې پروژې په برکت به یي تورتم کورونه رڼا شي. خو اوس چې د پروژې وران ویجاړ حالت ګوري، نو هیلې په نا هیلۍ بدلې شوي او فکر نه کوي چې په ویاله کې د پوره اوبو راخوشې کولو سره دې دغه مهمه پروژه په خپل حال پاتې شي.”
د وټه پور د ځوانانو شورا رئیس همدار راز له ولایتي ادارې غوښتنه کوي چې د خلکو هیلو ته پام وکړي او د دا ډول ټولګټو پروژو د کیفیت څارنه په پوره دقت تر سره کړي.
بل لور ته د سیمي قومي مشران هم ګواښ کوي چې که برېښنا کوټ ژرترژره چالان نه شي او برېښنا یې لومړی د وټه پور ولسوالۍ ته ورنکړل شي نو دوی به یې دروازې ور وتړي. د سیمې یو تن ملک سید محمد وایي: “ددې برېښنا بند څخه سم دبسوګۍ واده جوړ شوی، د قرارداد له مخې باید د څلور کالو په موده کې دا پروژه ګټه اخیستنې ته سپارل شوې وای، خو دغه دی ۷ کاله یې وشول او تر اوسه یې حال ندی معلوم.”
نوموړی همدارنګه له ولایتي ادارې غوښتنه کوي چې د برېښنا دغه بند دې ژر تر ژره جوړ کړي او ولایتي اداره دې د وټه پور له خلکو سره د مور او میرې سلوک نه کوي، برق دې اسعدآباد او پېج ته نه بیایي.لومړی یي دې د وټه پور خلکو ته ورکړي ځکه د همدې خلکو په سیمه کې جوړ شوی او که داسې ونه کړي نو دا ولسونه به پسې را پاڅي او دا دروازې به ورته ور وتړي.”
پر دې ټولو ستونزو سربیره د سیمې هغه خلک چې په دغه پروژه کې یې کورونه ړنګ شوي شکایت کوي چې دولت ورته تر اوسه د کورونو په بدل کې د وعده شویو پیسو یوه روپۍ هم نه ده ورکړې. دوی وایي له خپلو کورونو خلاص شول او اووه کاله کېږي چې د پردیو په کورونو کې شپې سبا کوي.
له دې ډلې یو تن محمد اکبر چې په کانال کې یې کور ړنګ شوی وایي: “مونږ یو کس ته وثیقه جوړه او نماینده مو کړ اوس مو کابل ته لېږلی دی، هغه ته کله یو څه وایي او کله بل څه.”
محمد اکبر زیاتوي چې که د چا ځمکه ددې بند په پروژه کې تللې او که د چا کور دی د ټولو پیسې پر دولت پاتې دي.
د کونړ ولایتي شورا هم ددغې پروژې د کار د کیفیت خرابوالی مني دوی مرکزي اداره ګرمه بولي او وایي دا ډول پروژې په کابل کې په خپله خوښه د خپلې خوښې شرکتونه ته ورکول کېږي نو ځکه یي بیا پایله هم داسې جنجالي او د کار کیفیت په نظر کې نه نیول کېږي.
د ولایتي شورا وکیل حاجي جمال الدین سیار وایي: “هر قرارداد چې د مرکز څخه ورکړل شي دلته اداره په جریان کې نه وي، دویم او درېیم لاس دا قراردادونه ورکول کېږي، او هغو شرکتونو ته ورکول کېږي چې دفتر او مدرک یې معلوم نه وي، نو د کار کیفیت خپله دغه شی راځي، بند د پروپوزل مطابق بلکل نه دی جوړ شوی، دې باندې لا برق جوړ نه دی له منځه لاړ، که برق جوړ هم شي دوه کاله دغه برق دوام نه کوي، ساختماني کار یې ډېر زیات ضعیف دی، زمونږ معلومات هم دا دي چې دا پروژه په دویم درېیم لاس ورکړل شوې.”
سیار وایي ددغې د ستونزې د حل په موخه یې له هېڅ ډول هڅو دریغ نه دی کړی، په رسنیو کې یې غږ پورته کړی، کابل ته تللي دي او دده په خبره آن تر ولسمشره یې دغه ستونزه رسولې ده خو هېچا پرې غوږ نه دی ګرولی.
بلخوا د کونړ د برېښنا ریاست ددې پروژې د کیفیت د خرابوالي پړه نه مني او وایي چې دغه پروژه په کابل کې د اوبو او برېښنا وزارت مربوط وه، خو اوس د کار په پای کې جوړونکی شرکت له دوی غواړي چې دغه بند تسلیم کړي تر څو خپله یو کلنه امتحاني دوره پیل کړي.
د برېښنا ریاست وایي چې برېښنا شرکت ددغه ساختماني شرکت د ماشینونو ټیسټ چې په خپل سر یې تر سره کړی نه مني او وایي چې دغه ټیست دې د دوی په مخ کې تر سره شي.
په کونړ کې د برېښنا شرکت عملیاتي مدیر رضوان الله په برېښنا بند کې د ستونزو په اړه وایي: “که چېرې مونږ دغه غوښتلی چې دغه پروژه تسلیم کړو نو اوس به برېښنا چالان وه، هېڅ امکان نه لري چې په بند کې وړه ستونزه هم وي او مونږ دې یې تسلیم کړو یا دوی ته کومه امضا وکړو، زمونږ د برېښنا شرکت نماینده سیمې ته تللی ؤ ټول مشکلات یې درج کړي او له دوی سره یې شریک کړي دي، تر څو چې ټول مشکلات که د بند وي، که د فابریکې او که د کانال وي چې ټول حل نه کړي مونږ دغه بند نه تسلیموو.”
ښاغلی رضوان الله په وټه پور ولسوالۍ کې د هغو کلیو چې د برېښنا لینونه په کې نه دي وېشل شوي پړه هم په اوبو برېښنا وزارت ور اچوي او وايي چې وزارت په وټه پور کې د سروې شویو سیمو څخه د اتو ټرانسپرمرو ساحو ته برېښنا نه وېشي او لامل یې د بودیجې کمبود یادوي.
رضوان الله وایي دوی دا ستونزه له مرکز سره شریکه کړې او که له هغه ځایه منظور شي نو دوی به پاتې کلیو ته هم برېښنا وويشي.
د کونړ والي محمد اقبال سعید د دغه برېښنا د پیل په اړه وایي چې کارونه یې خلاص شوي خو فقط شرکت بايد مونږ ته په عمل کې له فابریکې څخه ۲،۱ میګا واټه برېښنا تولید کړي، چې شرکت یي وعده هم کړې او ډېر ژر به د برېښنا شرکت په مرسته دغه چاره تر سره کړي.
په ورته مهال کې والي په وټه پور کې د برېښنا له وېش پاتې کلیو او د برېښنا بند د نیمګړتیاوو په اړه وایي:
“یو خو هغه لس کلي چې د وټه پور خلکو ادعا کړې وه چې مونږ ته برق نه راکوي، هغه مشکل حل دی د هغې لپاره وسایل راروان دي، هغه کلي هم په پلان کې راغلل، یو ددې د مسیر خبره ده، د لارې د ویالې یا دا کانال چې راتېر شوی دی که دې کې نواقص وي، شرکت تضمین لري او شرکت مکلف دی چې نواقص ټول رفع کړي او تر هغې چې نواقص نه وي رفع شوي د تضمین پیسې نه ورکول کېږي.”
ومو غوښتل پدې اړه کابل کې د اوبو او برېښنا وزارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو د ډېرو اړیکو سره سره پرې بریالي نشوو.
د يادولو ده چې د دوو لویو سیندونو درلودونکي کونړ ولايت کې، لسيزې وړاندې د لومړي جمهور رئیس سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال په مرکز اسعد آباد کې هم يو برېښنا کوټ د ۷۰۰ کيلو واټه برېښنا د توليد په ظرفيت جوړ شوی ؤ، خو اوس د هغه د توليد کچه هم تر درېيو سوو کيلو واټه راټيټه شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس