معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په کونړ ولایت کې ځینې روغتیا پالان د درملو واردونکو شرکتونو سره په جوړ جاړي کې فساد کوي

په کونړ ولایت کې ځینې روغتیا پالان د درملو واردونکو شرکتونو سره په جوړ جاړي کې فساد کوي

په کونړ ولایت کې ځینې روغتیا پالان د درملو واردونکو شرکتونو سره په جوړ جاړي کې فساد کوي
راپور: سپين غر
په کونړ ولایت کې د ګهیځ موندنې ښيي چې پدې ولایت کې ځینې روغتیا پالان او روغتونونه د بې کیفیته درملو واردونکو کمپنیو څخه د فیصدۍ په نامه پیسې اخلي او همدا بې کیفیته درمل بیا پر ناروغانو پلورل کېږي.
دا موندنې په ډاګه کوي چې روغتیا پالان له دې کمپنیو څخه د اکتېوېټۍ، فيصدۍ، بونس او دې ته ورته نورو نومونو پېسې اخلي او دې ته نه ګوري چې کيفيت يې څنګه دی!؟
احمد خان چې د کونړ ولايتي روغتون په سړک خپل درملتون لري، وايي: “دلته زيات ډاکټران فيصدي يا پرسنټيج اخلي، درملتونونو والاو ته يې نه ورکوي، چې دې سره درملتونونو والا ستونزې سره مخ دي، ځکه دوی ترې خپله فيصدي اخلي او بيا ناروغ ته همدغه دوا ليکي، نو موږ خو نشو کولای چې هرې کمپنۍ دوا واخلو، له دې کار سره ناروغان هم پوره ستونزه کې دي، ځکه هغه ډاکټر ترې هماغه درمل غواړي چې په نسخه کې یې لیکلي.”
ښاغلی احمد زياتوي چې اوس د درملو پلورونکو کمپنیو له خوا پلورونکو ته تر (۴۰) سلنې پورې فيصدي ورکوي چې په اصل کې تر دې حده فیصدي ورکول، جواز نه لري، په داسې حال کې چې په قانوني چوکاټ کېله ۱۵ تر ۲۵ سلنې پورې فیصدي ورکول جواز لري.
ښاغلی احمد زياتوي، چې له دغو ستونزو نه د روغتيا په برخه کې مسؤولين ښه خبر دي ،خو تر اوسه يې هېڅ عملي اقدام نه دی کړی.
د کونړ په مرکز او څوکۍ ولسوالۍ کې د خېرالناس روغتيايي کلينک مسؤول، ډاکټر واحدالله ساپی د دې ستونزې په اړه وايي چې دغه فيصدي کوم قانوني جواز نه لري او دوی یې هم د درملو له کمپنيو اخلي، خو بيا يې ناروغ ته له درملو منفي کوي او دا کار د ناروغانو په ګټه دی ځکه هغوی ته د درملو د قيمت د ټيټېدو سبب کېږي.
د کونړ په مرکز کې د ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکټر عبدالرحمن حبيب هم وایي چې: “زه خپله دغه فيصدي ناروغ ته په درملو کې منفي کوم، بل ماته مهمه د درملو کیفیت دی، زه چې د هرې کمپنۍ سره همکاري کوم لومړی ترې لږ درمل اخلم او هغه لومړی په خپل کور کې يا هم نږدې خپلوانو ته چې ناروغ وي ورکوم، کله چې يې له تأثير او اغېز نه ډاډه شم بيا ورسره همکاري پېل کوم.”
هغه د درملو د اعتبار مودې د کمښت په اړه وایي چې: “تر يوه بريده د درملو د اعتبار موده د مارکيټينګ او تجارت بڼه لري،خو بيا هم احتياط په کار دی، په تېره په شربتونو او پېچکاريو کې.”
د المدينه روغتيايي انستیتیوت يو تن محصل هلال وايي چې دوی هم معلومات ترلاسه کړي چې زيات ډاکټران دلته لکونه لکونه روپۍ د درملو له شرکتونو څخه د بونس یا تحفې په نامه اخلي، چې دا ناروا کار او زياتی دی.
د کونړ يو تن ديني عالم مفتي محمداولياء د درملو واردونکو کمپنيو له خوا ډاکټرانو ته د ورکول کیدونکې فيصدۍ او بونس په اړه وايي: “که چېرته ګټه یوه حد زياته وي،دا بیا حرام بلل کېږي، بونس ښه دی خو بايد د بونس ترلاسه کولو وروسته، له ناروغ سره هم همدومره مراعات شي، ډاکټر هم بايد داسې ونه کړي چې د خپل ځان او يا کمپنۍ د ګټې لپاره دې ټولو ته هماغه يو ډول درمل ورکوي. ”
په کونړ کې د یوه درملتون خاوند احمد خان د هغو درملو په اړه چې د اعتبار تاریخ یې کم وي، وايي: “دا لوی ظلم دی ، او تر دې چې له يو چا نه همداسې پېسې په زور واخلې ښه به وي. ”
نوموړی پدې اند دی چې دا ډول درمل د ښه والي په ځای نور تکليفونه پېدا کوي.
په کونړ کې د درملتونونو ځینې نور خاوندان هم ګهیځ سره په خبرو کې وایي، چې د درملو خرڅلاو او د روغتیاپالانو نسخو کې ګډوډیانې زیاتې دي، خو حاضر نه دي چې په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي په خپل اند د ډاکترانو له خوا د شفري نسخو لیکنه او د ډېرو غیر ضروري درملو پلورل د خلکو لویې ستونزې ګڼي.
کونړ کې د یو عصبي جراحي ناروغیو روغتیاپال نسخه چې ګهیځ تر لاسه کړې، موږ لږ تر لږه اتو درملتونونو ته وښوده، یوازې دوو درملتونونو وکولی شول چې له پنځه قلمو دوه یې ولولي.
د ګهیځ خبریال همداسې یوه نسخه چې په بازار کې ورته شفري نسخه وایي له یوې مرجع نه ترلاسه هم کړه چې فارمسسټ یې په توضیح کې لیکي: “دا د عصبي ناروغیو د درملو اړوند شفري نسخه ده او ما د دې درملو یوازې یو قلم ولوستلی شو، له دواخانې پرته یې بل څوک نه شي کولی هغه ولولي.”
د کونړ عامې روغتيا رياست د صحي قوانينو د بررسي مسؤول ډاکټر محمد قاسم برهاني د کمپنيو له خوا ځینو ډاکترانو ته د فيصدۍ،بونس، د اعتبار د لنډې مودې درلودونکو درملو او ښځينه ډاکټرانو د ناسمو ټلويزیوني معايناتو په اړه وايي: “ډاکتر ته فيصدي ورکول، جرم دی او دا کار قانوناً منعه دی، او دا کار د سیمه ییزو کمزورو کمپنيو دواګانو کارولو ته لاره هواروي، ځکه ډاکتران ماده پرست آموخته کېږي.”
دا چې دوی د دغه کار په اړه څه اجرات کړي، ښاغلی برهاني وايي: “موږ ته چې په دې برخه کې کوم اطلاعات او شکايتونه راغلي ،موږ يې غم خوړلی، هغو ډاکټرانو ته مو اخطاريه ورکړې او کنټرول کړي مو دي.”
هغه پر ولس غږ کوي چې په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي او زیاتوي چې د عامې روغتيا رياست د دوی په خدمت کې دی او هويت به له شکايت کوونکي نه پټ ساتل کېږي.
د کونړ په څېر شاید د افغانستان په نورو لیرې پرتو ولایتونو کې هم خلک له ورته ستونزې سره مخ وي او دا په داسې حال کې ده چې پدې وروستیو کې افغانستان په کور دننه هم د نورو برخو کې د توليد ترڅنګ د درملو جوړولو په برخه کې هم یو څه پرمختګ کړی خو دا تولید تر اوسه د ټول هېواد لپاره لا بسنه نه کوي.
پدې وروستيو کې د هېواد عامې روغتيا وزارت خبر ورکړ چې له (۱۵) پنځلس قلمه څخه زياتو درملو په توليد سره افغانستان خودکفاء دی او د نورو هېوادونو څخه يې راوړل منعه کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس