معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په نورستان کې هستوګنې بې ځایه شوې کورنۍ د مرستو په وېش کې د نا برابرۍ نه شکایت کوي

په نورستان کې هستوګنې بې ځایه شوې کورنۍ د مرستو په وېش کې د نا برابرۍ نه شکایت کوي

په نورستان کې هستوګنې بې ځایه شوې کورنۍ د مرستو په وېش کې د نا برابرۍ نه شکایت کوي

راپور: ذبیح الله قاضي زاده

د نورستان مرکز پارون او واما ولسوالۍ ته ددې ولایت له نا امنو سېمو را کډه شوې کورنۍ ادعا کوي چې د دوی په نوم را ویستل شوې مرستې د یاد ولایت کډوالو چارو ریاست لخوا د دوی پر ځای نا مستحقو کسانو ته ورکول کېږي.
پدې وروستیو کې د نورستان ولایت د واما او پارون ولسوالیو ته له نا امنو سېمو او د وسله والو مخالفینو له وېرې سلګونه کورنۍ را کډه شوې دي چې د نورستان ساړه ژمي له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي او د دولت او مرستندویه ټولنو لاس نیوي ته اړ دي.
د دغه بې ځایه شویو کورنیو غړي وايي چې د جګړې له وېرې تش لاس او یوازې له خپلو ماشومانو سره له کوره را وتلي او اوس دلته په کرایه او یا هم د خپلو خپلوانو په کورونو کې له ستونزو ډک ژوند تېروي او زیات شمېر کسان وایي چې تر اوسه یې له هېڅ لوري مرسته نده تر لاسه کړې او دعوه لري چې د دوی په نوم ترسره شوې مرستې مستحقو کسانو ته نه دې رسیدلې.
دغه کورنۍ وایي چې د کډوالو ریاست او د نورو مؤسساتو کار کوونکي راشي د دوی نومونه ولیکي، سروې ګانې وکړي او ژمنه وکړي چې د خوراکي توکو، سرپناه او نورې اړینې مرستې به ورسره وکړي، خو تر او سه ورسره هېڅ ډول مرسته نده شوې.
دوی زیاتوي چې د کډوالو په نوم را ویستل شوې مرستې، غیر مستحقو او داسې کسانو ته ورکول کېږې چې مخکې یې هم څو څو ځلې مرستې ترلاسه کړې او یا هم داسې خلکو ته ورکول کېږي چې د دوی او کارکوونکو خپل خپلوان دي او واسطه لري.
فضل مولا چې د نورستان له وایګل ولسوالۍ څخه د واما ولسوالۍ ته کډه شوی دی، وايي: «د نورستان له بېلا بېلو ولسوالیو څخه زیات خلک واما ولسوالۍ ته مهاجر شوي دي، دلته اکثره یوې کورنۍ او معلومو کسانوسره همکارې کېږي. مرسته شوي مواد په خپلوانو وېشل کېږي. له یوې کورنۍ د لسو کسانو نومونه لیکل کېږي او هغوی ته مواد ورکول کېږي. اصلي مهاجرین او مستحقو کورنیو څخه یو کس ته هم نه ورکول کېږي.»
همدارنګه د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ څخه د نورستان مرکز پارون ته راکډه شوی عبد الخالق وایي چې تېر کال یې په سیمه کې د وسلوالو طالبانو او داعش یا اسلامي دولت ډلې تر منځ سخت جنګونه روان وو، د نوموړي په خبره په یادو جنګونو کې د وسلوالو ډلو تر څنګ ځایي خلکو ته هم مرګ ژوبله او زیانونه واوښتل او ګڼې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړشوې.
عبدالخالق وایي چې دده کورنۍ هم له همدې جګړو له امله، د شمېر نورو کورنیو په ګډون د نورستان مرکز پارون ته راغلل او دلته په کرایه کورونو کې دېره شول چې ډېر سخت ژوند تېروي.
عبدالخالق وایي د کډوالۍ په لومړیو شپو ورځو کې له دوی او نورو کډوالو سره یوڅه مرستې وشوې خو له هغه وروسته د کډوالو ریاست او نورو مؤسساتو کار کوونکي راځي، سروې ګانې وکړي او د مرستو ژمنې راسره وکړي خو بیا هېڅ نه وي.
عبدالخالق زیاتوي چې:” دلته داسې د استوګنې ځایونه هم نشته، خو یوه کوټه مو پیدا کړه په هغې کې په کرایه اوسېږو، له موږ سره تر اوسه د دولت او یانورو مرستندویه مؤسسو مرستې نه دي شوې چې درد مو پرې دواشي.”
عبدالخالق وایي چې: “د مهاجرينو ریاست او نور خلک راشي سروې وکړي زموږ طمعه پیداشي چې مرسته به راسره وکړي خو سروې چې وشي خلک لاړشي او د مرستې بیا درک نه لګيږي، او چې خبرېږو د مرستو یوه برخه راشي هغه هم د واسطو والا او یا د دوی خپلو خپلوانو ته ورکول کېږي او ډېرې یې هېڅ نورستان ته راځي نه، په ننګرهار کې خرڅېږي او دلته نه را رسېږي.”
یو بل کډوال محمد چې دی هم د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ څخه د نورستان مرکز پارون ته مهاجر شوی دی په دې اړه وایي: “په لومړیو شپو ورځو کې کډوالو سره یو څه مرستې وشوې، خو له هغه وروسته د مرستې په وېش کې خلکو سره توپېري چلند شروع شوی، خپل خپلوان، دوستان او د واسطو خاوندان پکې پالل کېږي.غریب او بې واسطې کسان ترې بې برخې پاتې وي.”
بل خوا په واما ولسوالۍ کې د کډوالو شورا مشر عظمت الله بیا د نورستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست مسؤولینو باندې نېوکه کوي چې د مرسته شوو، موادو په وېش کې دوی سره د مور او میرې چلند کوي او د خپلو اولادونو او نورو خپلوانو نومونه لیکي او د دوی حق هغوی ته ورکوي.
د واما ولسوالۍ د کډوالو د شورا مشر وایي: “موږد واما ولسوالۍ په مربوطاتو کې تقریبا ۳۳۰ کورنۍ مهاجرین اوسېږو .د مهاجرینو په نوم مرستې راځي، د مهاجرینو رئیس د خپلو اولادونو او خپلوانو نومونه ليکي، هغوی ته مواد ورکوي ،خو موږ چې بې کوره او بې وسه یو، په پردیو کورونو کې اوسېږو، زموږ د مهاجرو نومونه،نه لیکي.”
یاد کډوال دا دعوه هم لري چې د دوی د ژوند له ناوړه شرایطو حکومت او مرستندویه ادارې خبرې دي، خو څوک ورسره مرسته نه کوي.
خو بل خواته بیا په نورستان کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسؤولین دا نه مني چې ګنې دوی دې کډوالو سره د مرستو په وېشلو کې توپيرېز چلند کړی وي.
د نورستان ولایت د کډوالو او راستندونکو چارو امر ضیاء الله وایي چې نورستان ولایت ته څومره مهاجرین له نا امنیو او یا نورو لاملونو له امله راکډه شوي دي، دوی ورسره یوه اندازه مرسته کړې او بیا هم سروې ګانې شوې دي او په لنډ وخت کې به ورسره نورې مرستې هم وشي.
دی وایي څرنګه چې دوی په دې ځای کې د بې ځایه شویو کورنیو لپاره ځانګړی ځای نه لري، چې هغوی پکې استوګنه وکړي، نو دوی ته کره معلومات نه کېږې، خو دده په خبره که بیا هم څوک تر اوسه نه وي سروې شوي، اړیکه دې ټینګه کړي دوی به ورسره مرسته وکړي.
نوموړی دا ردوي چې ګنې دوی دې له کډوالو سره په مرستو کې توپیري چلند کوي او یا دې مرستې د خپلې کورنۍ غړیو او خپلوانو ته ورکوي.
د نورستان د کډوالو ریاست دغه چارواکی زیاتوي چې: “مونږ ته که عظمت خان راشي او که بل څوک، موږ ورسره همکاري کوو او توپیري چلند مو تر اوسه له چا سره ندی کړی.”
همدا رنگه د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فيضي هم وایي کوم کسان چې د داعش یا وسلوالو طالبانو له وېرې او یا هم نورو بېلابېلو لاملونو له امله د نورستان مرکز پارون، واما او ددې ولایت نورو امنو سیمو ته کډه شوي ورته يي په خپل وخت مرستې رسولې او که څوک ترې پاتې وي، هغوی دې ورسره اړېکې ونېسي.
ښاغلي فیضي زیاتوي چې: “له ټولو مهاجرینو سره که هغه په واما ولسوالۍ کې دي که له کامدیش او کشتوز څخه د کونړ ناړۍ ولسوالۍ ته کډه شوي دي ورسره همکاري کوو، که تاسو سره چا اړېکه نېولې وي، هغوی دې زموږ خوا ته راشي چې دلته د کډوالو چارو مسؤولینو سره يې مخامخ او ستونزې یې هوارې کړو.”
په نورستان کې دا مهال نزدي درې زره داخلي کورني بې ځایه شوي وګړي ژوند کوي چې د نا امنیو جنگ جګړو او د وسله والو مخالفینو له وېرې يې خپل کورونه پرې ايښې او د نورستان مرکز پارون په ګډون د یو شمېر ولسوالیو په مرکزونو کې، په نه شته امکاناتو، په یخ او واورین موسم کې له ستونزو ډک ژوند تېروي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس