معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په ننګرهار کې ګڼو ستونزو د تعلیم کېفیت خراب کړی دی

په ننګرهار کې ګڼو ستونزو د تعلیم کېفیت خراب کړی دی

په ننګرهار کې ګڼو ستونزو د تعلیم کېفیت خراب کړی دی

راپور: مطیع الله عالمزی

په ننګرهار کې ولسي وګړي او د پوهنې متخصصین شکایت لري چې د مسلکي استاذانو نه شتون، د درسي کتابونو کمبود، د معیاري او مناسب تعلیمي نصاب نشتوالی، په ولسوالیو کې د ښوونځیو د معیاري ودانیو نه شتون، امنیتي ستونزې او ګڼ نور مشکلات د تعلیمي سویې او زده کړو د کېفیت د خرابوالي سبب شوي دي.
ننګرهار د هېواد په ختیځ کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د علم او ادب زانګو کڼل کېږي، خو د ګهیځ موندنې او شواهد ښیي چې په دې وروستیو کې د ټول هېواد تر څنګ په دغه ولایت کې د ښوونځیو د زده کړو بهیر او درسي کېفیت خراب شوی دی.
د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست مرستیال اول ګل ابو زاهد وايي، اوس مهال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې (۹۰۲) نهه سوه دوه بابه دولتي ښوونځي شته، چې د تدریس چاري يي د ( ۱۴۲۱۸) څوارلس زره دوه سوه اتلس رسمي او (۹۰۰) نهه سوه حقه الزحمه ښوونکو له خوا پرمخ وړل کېږي.
خو نوموړی وايي د نوي تعلیمی کال له پیل څخه د پوهنې وزارت د هدایت له مخې حقه الزحمه لرونکي ښوونکي له دندو لیرې کړي او د یادو ښوونکو درسي مکلفیت هم اوس د رسمي استاذانو له لورې پر مخ وړل کېږي چې د نوموړي په خبره، د نورو ستونزو تر څنګ دې موضوع هم د درسونو پر کېفیت منفي اغېز کړی دی.
د ننګرهار په ښوونځیو کې درسي کېفیت ولې ټيټ دی؟
د پوهنې ریاست علمي مرستیال اول ګل ابو زاهد او د یاد ریاست د تفتیش آمر قاضي محمد ادریس بهرام په ښوونځیو کې د بېلا بېلو مضامینو لپاره د مسلکي استاذانو نه شتون، د درسي کتابونو کمبود، د معیاري او مناسب تعلیمي نصاب نشتوالی، د ولسوالیو په ښوونځیو کې د زده کوونکو لپاره د ښوونځیو د معیاري ودانیو نشتون، امنیتي ستونزې او ځینې نورې نا اټکل شوې ستونزې د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو ښوونځیو کې د درسونو د کېفیت د ټیټوالي لاملونه بولي.
د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال وايي، له یادو ستونزو سره ـ سره بیا هم د پخوا په پرتله درسي کېفیت ښه شوی او اوس مهال د کانکور په آزموینه کې زیات زده کوونکي لوړو زده کړو ته لار مومي.
د ننګرهار پوهنی ریاست د تفتیش آمر قاضي محمد ادریس بهرام بیا وايي: “څو لاملونه دي، چي دا خبره په حقیقت بدلوي، یو د سر پنا نه شتون، دوهمه مسأله د کتابونو نه شتون، او درېیمه مسأله د ښوونکو کمبود دی.”
خو د پوهنې ریاست اړوند د ښوونځیو اداري او تدریسي کارکوونکي او ښوونکي بیا د یادو ستونزو تر څنګ، د موجوده درسي نصاب څخه سر ټکوي او عمده لامل یې همدا بولي.
د عبدالرحیم نیازي لېسې تدریسي مدیر محمد اسحاق په دې اړه داسې وايي: “څو لاملونه دي چی د شاګردانو علمي کچه ټیټه ده، یو د درسي نصاب پیچلتیا ده، بل د ښوونکو کمبود، بل د والدینو نه پاملرنه، او بل هم د مسلکي سیمینارونو نه شتون دی ”
خو د ښوونې او روزنې یو شمېر مسلکي غړي بیا په ښوونځیو کې د درسي کېفیت د ټیټوالي لامل د مسلکي ښوونکو نه شتون گڼي.
د دوی په خبره، د ښوونکو لپاره د دوی په مسلکي برخه کې د سیمینارونو نه شتون، د پوهنې ریاست له لورې په خپل وخت د ښوونځیو نه څارنه او غیر معیاري نصاب د زده کړو کېفیت خراب کړی دی.
د ننګرهار دارالمعلمین یو تن استاذ ثناءالله صالحي هم ورته خبره کوي او په دې اړه وایي: “مسلکي ښوونکي نشته، دوی ته باید مسلکي سیمینارونه زیات شي، او که کله ښوونکو ته سیمینار هم ورکړل شي نو باید چې تعقیب شي، څارنه یی وشي، بله دا چې مناسب چاپیریال نه شته او نصاب معیاري نه دی.”
له بل پلوه زیاتره ښوونکي په دې باور هم دي چې په ځینو زده کوونکو کې د تعلیمي کچې د ټېټوالي یو اساسي علت زده کړو ته د دوی د کورنیو کمه پاملرنه ده، چې لاملونه یې د دوی په وینا په ټولنه کې ناسم او ټیټ اقتصادي وضعیت دی، چی هم یې د کورنۍ په مشرانو او هم په زده کوونکو بده اغېزه کړې او داچاره د دې باعث شوې، چې زده کوونکي لکه څنګه چې په کار ده و نه روزل شي.
د عبدالرحیم نیازي لېسې یو تن ښوونکې اسرارالله په دې اړه وايي: “ډېری کورنۍ غریبي دي، شاګردان پس له وخته کارونو ته سوق کوي او همداراز زیاتره زده کوونکي هم دې ته اړ دي چی کارونه وکړي.”
د ښوونځیو زده کوونکي بیا وايي، چې د دوی د کورنیو خراب اقتصادي وضعیت، په ځینو ولسوالیو او کلیو کې د زده کوونکو د کورنیو کمه پاملرنه او د ښوونځیو په درسي بهیر کې د ښوونکو بې پروايي په درسي بهیر او د زده کوونکو کې د علمي سويي د ټیټوالي لاملونه دي.
د عبدالرحیم نیازي لېسې د دولسم ټولګي یو زده کوونکې هم په دې اړه وایي: “اصلي علتونه یی دا دي چی هغه زده کوونکي چې علمي کچه یی ښکته ده، دوی په خپل ځان بې باوره دي دوی سالم فکر نه لري، تعلیمي ارزښتونو ته قایل نه دي او ځیني وخت یې کورنۍ دې ته اړباسي چې باید دې ټکي ته پام وکړي او کورنۍ رویه باید داسې وکړي چې هغه یو ښه ځوان ټولنې ته وړاندې کړي او مثبت نقش ولوبوي.”
آیا د ښوونځیو شته درسي نصاب مسلکي او ګټور دی؟
په ننګرهار ولایت کې د بېلا بېلو ښوونځیو ښوونکي وايي، چې د پوهنې وزارت موجوده تعلیمي نصاب معیاري نه دی او په وینا یې، تعلیمي نصاب ډېر پیچلی او سخت دی. دوی زیاتوي چې د دې نصاب د عملي کېدو څخه کلونه تېرېږي خو لا هم پکې چاپي، علمي او مسلکي ستونزې شته. په دې اړه د ننګرهار عالي دارالمعلمین استاذ ثناءالله صالحي داسې وايي:

په نوره نړۍ کې نصاب د شاګردانو په خوښه او د هغوی د علمي سويې او منطقوي لهجو په اساس جوړیږي خو دلته بیا د نصاب د جوړښت چاره یوازې په مرکزي اداره کې تر سره کېږي چی همدا نصاب بیا د نورستان، بدخشان، ننګرهار، کابل او د هېواد ټولو ولایتونو د ښوونځیو لپاره یو شان دی او داخپله یوه ستونزه ده.”
د بېلا بېلو ښوونځیو ښوونکي هم د نصاب د پېچلتیا ستونزه د زده کوونکو د علمي سویې په ټیټوالي کې اساسي علت بولي او وایي چې له نورو ژبو ژباړل شوی نصاب نه د دوی او نه هم د شاګردانو ستونزه حلولی شي.
د عبدالرحیم نیازي لېسې دوه تنه ښوونکي هر یو واحدالله او اسرارالله په دې اړه ورته نظر لري او وايي: موجوده نصاب پیچلی او سخت دی، زیاتره ښوونکي یې په سمه توګه نشي تدریسولای. ”
د بېلا بېلو ښوونځیو ښوونکي بیا په دغه برخه کې د علمي سیمینارونو د دایرېدو غوښتنه کوي، ترڅو پر مټ يې په نصاب کې د شته سختو او پېچلو موضوعاتو په اړه وپوهېږي او له مسلکي استاذانو څخه خپلې شته ستونزې حل کړي.
بل لور د ننګرهار پوهنې ریاست چارواکي بیا په دې اړه چې ولې يې ښوونکو ته سیمینارونه ندي دایر کړي، وايي دوی د هر ښوونځي لپاره د نظارت مسلکي غړي پر دندو ګمارلي او هم د ساینس آمریت د مسلکي غړو څخه ښوونکي کولای شي وخت پر وخت معلومات لاسته راوړي.
د پوهنې تدریسي مرستیال ابو زاهد په نصاب کې یو شمېر ستونزو ته په اشارې سره وایي چې:” په لومړیو کې د نصاب کتابونو ستونزه لرله خو په همغه نږدې وخت کې مو له وزارت سره ستونزه شریکه کړه او وزارت زمونږ په غوښتنه رهنما کتابونه راولېږل او هغه په ټولو مکاتبو کې توزیع شول، اوس هم که ښوونکي ستونزه ولري کولای شي د نظارت له غړي او یا هم د ساینس آمریت له مسلکي، میتودیکو او اکاډمیکو غړو سره یی شریکه کړي.”
داچی ولې ښوونکو ته علمي سیمینارونه نه دایریږي او پرځای یي بدیلې لارې وړاندې کېږي په دې اړه د تفتیش آمر ښاغلی بهرام داسې وایي: “سیمینار دایرول ډېر مصرف لري نو دا د پوهنې ریاست او یا وزارت په توان کې نه ده چې د ۱۶۰۰۰ شپاړس زره ښوونکو لپاره دومره بودیجه برابره کړي.”
د زده کړو کېفیت لوړ والي لپاره اقدامات:
د ننګرهار پوهنې ریاست د مسؤولینو په وینا د تدریسي کېفیت د ښه والي لپاره یې اوس اساسي ګامونه پیل کړي، او غواړي په دغه برخه کې د زده کوونکو د علمي کچې د ضعف درجه صفر ته را ورسوي. د پوهنی ریاست علمي مرستیال پدې اړه وايي: “زر ده چی په نږدې راتلونکي کې به د شاګردانو د علمي کچي د لوړولو لپاره کوټلي اقدامات ترسره کړو او دا چاره به حلوو، په دې برخه کې کار روان دی او تقریبا ٪ ۹۹ سلنه زده کوونکي کانکور کې بریالي کېږي خو بیا هم خنډونه او ستونزې شته.”
دا چی په لنډ وخت کې به دوی له کومو لارو دغه ستونزه حلوي په اړه یې د پوهني ریاست د تفتیش امر وايي: “په هر مکتب کې مو د نظارت یو غړی ګمارلی تر څو څارنه تر سره شي او همداراز تېر کال مو د زده کوونکو څخه د علمي بوړد په واسطه امتحان واخیست، ترڅو شاګردان تشویق او وهڅول شي او درس زده کړي، همداراز د دوه سوو مکتبونو د جوړښت چارې به سږ کال تر سره شي چی دا به هم د شاګردانو په سویه مثبت تأثیر ولري.”
د ښوونکو ظرفیت لوړونه او د پوهنې ریاست!
په ښوونځیو کې د ښوونکو شکایت تر ډېره همدا دي چی د دوی لپاره علمي سیمینارونه نشته او آن له څو کلونو راهیسې یې د ظرفیت لوړونې کومه علمي برنامه نه ده اخیستې.
د میا عمر لېسې سرښوونکی عبدالصبور سبحاني یې په اړه وایي: “مونږ د څو کلونو راهیسې هېڅ کوم علمي سیمینار نه دی اخیستی او نه مو په دې برخه کې شته تدریسي ستونزي چا حل کړي، علمي سیمینارونه د استاذانو لپاره ځکه اړین دي چی له تازه علمي معلوماتو څخه وخت په وخت خبر شو.”
خو داچې په دغه برخه کې نورې کومې برنامې باید ترسره شي تر څو د ښوونکو ظرفیت ورسره لوړ شي او هم ښوونکي د مسلکيتوب خواته نږدې شي، په اړه یې د تفتیش آمر وایي: “د پوهنې وزارت له لورې د معلمینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې په هره ولسوالۍ کې د دولسم پاس ښوونکو لپاره دارالمعلمینونه جوړ شوي دي، سږ کال به یو زر او اتیا، څوارلسم پاس ښوونکي لوړو زده کړو ته معرفي شي تر څو مسلکي شي.”
د ده په وینا په راتلونکې کې به د مسلکي دارالمعلمینونو استاذان د وزارت د لایحې په اساس په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو په توګه له عامو ښوونکو سره له نږدې ستونزې حلوي او همالته به ورته وخت په وخت علمي سیمینارونه دایروي، او هم به د نظارت برخه تقویه کوي تر څو د ښه نظارت په نتیجه کې د زده کړو کچه ښه شي.
پر دې ټولو ستونزو سربیره په دولتي ښوونځیو کې له خپلې دندې سره د ښوونکو کمه علاقه، خپلې رسمي دندې ته په سمه وخت نه ورکول، د معاش د کم والي په بهانه په نورو چارو د ښوونکو بوختیا او د ننګرهار ولایت په ځینو ښوونځیو کې د ښوونځیو د مدیرانو له لورې مالي او اداري فساد هغه څه دي چې د دغه ولایت په ښوونیز بهیر کې يي ستونزې رامنځ ته کړې.
داچی دغه ستونزې تر یو حده د پوهنې ریاست صلاحیت لرونکي مسؤولین هم مني او ادعا کوي چې د حل په اړه يې خپلې طرحي او برنامې لري هغه څه دي چې په راتلونکې کې به وکتل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس