معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په ننګرهار کې له شته تر زرو زیاتو دیني مدرسو نه یوازې ۶۴۶ له دولت سره ثبت دي

په ننګرهار کې له شته تر زرو زیاتو دیني مدرسو نه یوازې ۶۴۶ له دولت سره ثبت دي

په ننګرهار کې له شته تر زرو زیاتو دیني مدرسو نه یوازې ۶۴۶ له دولت سره ثبت دي

راپور: میرویس رحماني

د ننګرهار ولایت د حج او اوقافو ریاست چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې له شته تر زرو زیاتو دیني مدرسو څخه له دوی سره يوازې ۶۴۶ مدرسې، دارالعلومه او دارالحفاظه په رسمي توګه ثبت دي او پاتې نور یې په خپل سر فعالیت کوي چې د فارغانو برخلیک یي هم ندی معلوم.
دا په داسې حال کې چې یو شمېر شننکونکي او د دیني مدرسو مسؤولین یې لامل د دیني مدرسو د ثبت او راجستر په پروسه کې شته فساد یادوي.
بل خواته د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد آصف شینواری وایي چې دا مهال د پوهنې ریاست تر چتر لاندې ۸۶ ديني مرکزونه فعالیت کوي چې د دوی په وینا تر ډېره په کې د پوهنې ریاست اړوند نصاب تدريسېږي.
د پوهنې ریاست ویاند زیاتوي چې د دارالعلوم، دارالحفاظ او مدرسې نصاب په خپلو کې د کټګورۍ پر بنسټ سره توپیر لري.
شینواری وايي چې د پوهنې ریاست سره ثبت شپږ اتیا دیني مرکزونو کې ۶ دارالعلومه، ۳۱ دارالحفاظه او ۴۹ مدرسې دي چې پکې ۳۹۴۴۰ تنه زده کوونکي زده‌کړه کوي او له ډلې يې ۷۳۱۴ تنه نجونې دي او دوی ته ۹۳۰ تنه ښوونکي تدریس کوي چې ۱۶ يې ښځینه دي.
د پوهنې ریاست ویاند هغه ګنګوسې او تورونه هم ردوي چې ویل کېږي، د ننګرهار د پوهنې ریاست سره په ثبت شویو ديني مدرسو کې د حکومت ضد نصاب تدريسېږي، خو زیاته يې کړه چې د هغو مدرسو د نصاب په اړه چې له دوی سره ثبت او راجستر نه دي، معلومات نه لري.
په افغانستان کې دیني مدرسې تر ډېره د پوهنې او حج او اوقافو وزارتونو سره ثبتېږي چې د هرې یوې د ثبت او راجستر مراحل له یو بل سره توپیر لري.
د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست مسؤولين وايي، د مدرسو د راجستر لپاره دوی څو مرحلې لري چې په پوره کولو سره یې د مدرسو خاوندان کولی شي خپلې مدرسې ثبت کړي.
د یاد رياست د معلوماتو له مخې په ټول ننګرهار کې څه د پاسه زر دیني مدرسې شته چې دوی مکلف دي، د پوهنې وزارت سره په همغږۍ اسناد او په کانکور آزموینه کې د شمولیت حق ورکړي.
د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس مولوي محمد داؤد مجاهد یې په اړه وایي، په ټول ننګرهار کې څلور سوه او شپږ څلوېښت دیني مرکزونه له دوی سره يوازې ثبت دي، خو جواز او قانوني سند نه لري.
د مجاهد په وینا، د دوی ریاست پر ټولو هغو مدرسو نظارت لري چې له دوی سره ثبت دي، خو له دوی څخه يوازې ۴۱ مدرسو جواز اخيستی او په وینا يې چې پر دې جواز يوازې فعالیت کولای شي، خو فارغانو ته سند ورکولی نه شي.
نوموړی زیاتوي چې که څه هم په ننګرهار کې له دوی سره ۶۴۶ مدرسې، دارالعلومونه او دارالحفاظونه یوازې ثبت دي چې دوی یې له فعالیت نه خبر دي، خو تر زرو زیاتې نورې داسې مدرسې او دیني مرکزونه هم شته چې په خپل سر فعالیت کوي او فارغان هم ورکوي، خو د فارغانو برخلیک یي ندی معلوم.
مجاهد زیاتوي چې په ننګرهار کې یوازی یو دارالعلوم له دوی سره قانوني ثبت او راجستر دی چې د حکومت له لوري ښوونکو ته معاشونه ورکول کېږي او د فراغت سندونه يې اعتبار لري.
د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس زیاتوي چې: ” له موږ سره په ۶۴۶ ثبتو دیني مدرسو کې ۹۰۰۰۰ نوي زره نارینه او ښځينه زده کوونکو ته د ۲۸۵۰ نارینه او ښځینه ښوونکو له لورې زده کړې ورکول کېږي، خو د زده کړو رسمي سند نشي ورکولای.”
د حج او اوقافو رئیس وایي چې د ديني مدرسو د ثبت په برخه کې تر دې وړاندې د مور او میرې چلند شوی دی.
نوموړی وایي چې په تېرو کلونو کې دولت داسې امکانات درلودل چې دا مدرسې ټولې ثبت کړي، خو دده په خبره متأسفانه چې دا کار ندی شوی.
دی وایي چې: ” موږ اوس هڅې پیل کړي چې یاد مدارس ثبت کړو تر څو اسناد يې د باور وړ شي.”
خو دده په خبره اوس حکومت سره دومره امکانات نشته.
د نوموړي په وینا چې په یادو مدرسو کې شرعي علوم او فنون تدریس کېږي چې په کې نحوه، صرف، فقه، اصول او معاني شامل دي.
بل خواته مولوي خان محمد چې د جلال آباد ښار په يوه دارالعلوم کې یې زده کړې کړي وایي چې په اسلامیاتو کې د لوړو زده کړو هغه ارمان یي پوره نه کړای شو چې ده او کورنۍ یې ورته تمه درلوده.
نوموړی چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد کې د نارنج باغ په نوم له يوه خصوصي دارالحفاظ څخه په ۱۳۹۱ لمريز کال کې فارغ شوی، وايي چې هيله یې درلوده چې د شرعیاتو پوهنځی ووايي او په راتلونکي کې ټولنې ته د يوه قاضي په توګه خدمت ترسره کړي.
نوموړی زیاتوي چې د کانکور په آزموینه کې د ګډون حق ځکه ورنکړل شو چې ده خصوصي دارالحفاظ لوستی ؤ او پدې نه پوهېدو چې دا دارالحفاظ د پوهنې یا د حج او اقافو وزارت سره ثبت نه دی.
د قرآن دغه حافظ وایي:” ما ته وویل شول چې مدرسه رسمي ده، خو کله چې فارغ شوم او د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معينيت ته لاړم څو اسنادونه مې ارزیابي کړم، راته وویل شو چې ستاسې مدرسه له موږ سره ثبت نه ده او قانوني جواز نه لري.”
مولوي خان محمد د پوهنې وزارت او د حج او اوقافو له وزارتونو غوښتنه کوي ترڅو د بهرنیو هېوادونو د دیني مدارسو د فارغانو په څېر د دوی اسنادونه هم ارزیابي کړي چې وکولای شي لوړې زده کړې وکړي.
افتخار احمد د خان محمد په څېر هم هغه مهال له ورته برخلیک سره مخ شو، چې کله دی هم له يوې نارسمي دیني مدرسې څخه فارغ شو چې په وینا يې د اتم ټولګي معادل وه.
دی وایي: ” ما د دارالقرآن مدرسه چې تر اتم ټولګي پورې په کې زده کړې کېدې، ولوسته، خو وروسته خبر شوم چې له دولت سره ثبت او راجستر نه ده، نو مجبور شوم چې دولتي ښوونځی له پیله شروع کړم.”
بل لوري ته بیا د چارو شننونکي په هېواد کې د دیني مراکزو د نه ثبت پړه پر حکومت وراچوي او وایي چې په اداراتو کې په لویه کچه فساد ددې سبب ګرځېدلی چې د یني مدرسو مسؤولين په آسانۍ زړه نه ښه کوي چې خپلې مدرسې ثبت او راجستر کړي.
د چارو شننونکي او د ننګرهار ولایتي شورا پخوانی غړی ذبيح الله زمری وایي، په افغانستان کې تر سلو زرو زیات د دیني مدرسو زده کوونکي فارغ او یا لا هم پر زده کړو بوخت دي چې مدرسې یې لا هم له حکومت سره رسمیت نه لري.
په همدې دول په جلال آباد ښار کې د يوه خصوصي دارالحفاظ مهتمم مولوي فضل الرحیم وايي، د دولت له خوا د دیني مدرسو د ثبت د مراحلو سختوالی ددې سبب شوی چې دی خپله مدرسه ثبت نکړای شي، خو وايي هڅه کوي د فارغو زده کوونکيو لپاره د پوهنې وزارت سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
د مولوي فضل الرحیم په وینا، په افغانستان کې د دیني مدرسو فعالیت، تر ډېره د هغو زده کوونکو مخنیوی هم کړی چې تر دې وړاندې به یې په پاکستان کې دیني زده کړې تر سره کولې.
د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست د معلوماتو له مخې یوازې د ننګرهار په کچه نوي زره تنه په غیرراجستر شويو دیني مدرسو کې زده کړه کوي چې په همدې شمېر کې ترې فارغ شوي هم دي، خو د پوهنې وزارت د شته معلوماتو له مخې له دوی څخه یو یې هم په دولتي کانکور آزموینه کې برخه نده اخيستې او دوی یې لامل له دولت سره د دغو مدرسو د رسمیاتو نه درلودل په ګوته کوي.
بل خوا په کابل کې د پوهنې وزارت ویانده مېرمن نجیبه آرين بیا وايي چې له دوی سره په ټول هېواد کې ۱۱۲۸ دیني مدرسې د څوګونو مرحلو په پوره کولو سره ثبت او راجستر دي.
آغلې آرين وايي چې د یادو مدرسو هر فارغ زده کوونکي حق لري چې د کانکور په آزموینه کې برخه واخلي.
نوموړې د غیر راجستر شويو مدرسو د فارغو زده کوونکو په اړه وايي: “موږ د دې لپاره یو ځانګړی میکانیزم لرو چې په بشپړولو سره یې دوی هر یو کولی شي چې دولتی آزموینه ورکړي او تر بریالیتوب وورسته اسناد ورکول کېږي.”
د پوهنې وزارت ویانده زیاتوي چې په دولتي آزموینه کې تر بریالیتوب وروسته د نا راجستر دیني مدرسو فارغان کولی شي په عمومي او اختصاصي کانکور کې ګډون وکړي، خو تر اوسه پورې دغه کانکور اخیستل شوی ندی.
مېرمن آرين زیاتوي چې د پوهنې وزارت د خپلو ټولو مدرسو څارنه په سمه توګه ترسره کوي او په ټولو کې د معارف نصاب تدريسېږي، خو نصاب یې په خپلو کې سره توپیر لري.
هغه وایي چې: “له موږ سره په ټول هېواد کې ۱۱۰ دارالعلومه، ۲۱۷ دارالحفاظه او ۸۰۱ مدرسې ثبت او راجستر دي چې د پوهنې وزارت يې له حال او احوال څخه معلومات لري.
د پوهنې وزارت ویانده زیاتوي چې اوسمهال د دیني مدرسو نصاب د پوهنې وزارت له اوسني تعلیمي نصاب سره توپیر لري او وایي چې زمونږ د مدرسو فارغین، ټولنې ته د يوه دیني عالم په توګه وړاندې کېږي، ځکه د دوی تعلیمي نصاب بشپړ دی او څوک چې له دیني مدرسو فارغ شي، په ټولنه کې د يوه منل شوي دیني عالم په توګه دنده ترسره کولای شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس