معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په ننګرهار کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمیسیون په ګومارنو کې د فساد شتون

په ننګرهار کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمیسیون په ګومارنو کې د فساد شتون

په ننګرهار کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمیسیون په ګومارنو کې د فساد شتون
راپور: ایمل ظاهر
ګهيځ په ننګرهار کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د آزموینې په تړاو داسې اسناد موندلي چې د دې ولايت د ځوانانو چارو آمر يې د ياد کميسيون د تعيناتو قانون د دوه ويشتمې مادې د درېيمې فقرې خلاف په دنده ګومارلی دی.
د ګهيځ د معلوماتو له مخې اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د ننګرهار ولايت د ځوانانو چارو آمريت تر نامه لاندې د درېيم بست لپاره درې ځلي آزموینه اخیستې چې په درېیم ځل آزموینه کې یې د دې ولایت د پخواني مرستیال والي سکرتر اکرام الله عادل په ناقانونه ډول آزموینه کې شامل کړی او تر شاملېدو وروسته یې اکرام الله نومی کس په آزموينه کې بريالی کړی او د ځوانانو چارو د آمر په توګه یې ګومارلی دی.
د ګهیځ د څېړنې په اساس ياد بست ته د اخيستل شوې آزموينې څخه پوره اتلس ورځې وروسته د آزموينې له ګډونوالو څخه تقريري آزموينه اخيستل شوې چې د اداري اصلاحاتو د اصولو له مخې کميسيون له کمپيوټري آزموينې څخه وروسته تر دريو ورځو پورې باید تقريري آزموينه واخلي.
د ګهيځ د معلوماتو له مخې د تحريري او تقريري آزموينې ترمنځ د اوږده ځنډ دلیل د ياد بست لپاره د اوسني بريالي شوي کس بريالي کول ؤ، چې له کبله یې نا کامو ګډونوالو په عدلي او قضایي ارګانونو کې د دې آزموينې د نه روڼتيا له کبله عريضه هم کړې چې اوس مهال تر څېړنو لاندې ده.
د آزموينې يو تن ګډونوال صبغت الله صبغت حنيفي ګهيځ ته وویل:” مونږ انټرويو هم ورکړه خو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون باید د قانون له مخې په دريو ورځو کې د انټریو نتیجه مونږ سره شریکه کړې وای، خو د ولایت په غوښتنه یې اتلس ورځې انټرويو وځنډوله چې د هغوی په خوښه کس پکې کامیاب کړي.”
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون د تعيناتو د قانون د دوه ويشتمې مادې د درېیمې فقرې له مخې که يو کس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون په آزموينه کې ګډون وکړي نو تر شپږو مياشتو پورې بيا د ياد کميسيون په آزموينه کې ګډون نشي کولی خو د ګهيځ د موندنو له مخې د ځوانانو چارو اوسنی آمر اکرام عادل په يوه مياشت کې دوه ځله په آزموينه کې شامل شوی، په داسې حال کې چې د يوې مياشتې په موده کې په يوه آزموينه کې ناکام شوی او د همدې مياشتې په وروستيو کې بياځلې په آزموينه کې شامل شوی
همهاله د دې ولایت د ولایتي شورا مرستیال محمد اجمل عمر هم د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د آزموینو د متعرضو ګډونوالو نیوکې په ځای بولي د ولایتي شورا مرستیال ګهیځ ته د ۱۳۹۹ کال د ۱۱ میاشتې په اوومه نېټه ۶۱۲۱۰ نمبر صادر شوی هغه مکتوب هم سپارلی چې پکې یې د ولایتي ادارې څخه د صبغت الله حنیفي شکایت ته د ولایتي شورا د غړو په شتون کې د رسېده ګۍ غوښتنه کړې خو په وینا یې چې تر اوسه ولایتي ادارې د دوی د مکتوب هېڅ ځواب نه دی ورکړی.
خو د ننګرهار اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون رئیس هجرت الله اختیار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د قانون خلاف په آزموینه کې چاته د ګډون ورکولو ادعا ردوي او وایي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د قانون په تازه تغییراتو کې دا زماني بندیزونه له منځه تللي.
نوموړی وایي چې: “زمونږ د تعیناتو په طرزالعملونو کې دا زماني محدودیت نشته په پخوانیو طرزالعملونو کې به ؤ، خو هغه وخت زه رئیس نه وم او نوی قانون چې راځي هغه پخوانی قانون بیا لغوه کېږي، د تعینانو په نوو طرزالعملونو کې د ۱۳۹۷ کال د عقرب په میاشت کې تغییرات راغلي او زماني محدودیت په اته کاله پخواني طرزالعمل کې ؤ.”
که څه هم ښاغلی اختیار وایي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د رئیس په توګه یې د دندې تر پیل وړاندې د یاد کمیسیون د تعیناتو په قانون کې د بدلون له مخې زماني محدودیت له منځه تللی خو ګهیځ بیا داسې اسناد موندلي چې هجرت الله اختیار د خپلې دندې په موده کې د آزموینو ځینې ګډونوال د هماغه پخواني طرزالعمل له مخې له آزموينو څخه منع کړي او ورته يې ویلي چې د یو ځل آزمویني ورکړې وروسته بیا ځلي تر شپږو میاشتو پورې په بله آزموینه کې برخه نه شي اخیستی.
بل خواته د ننګرهار ولایتي اداره هم د ولایتي شورا د مرستیال نیوکو ته په ځواب کې وایي چې د ولایتي شورا په ګډون یې د ټولو ادارو مکتوبونه څېړلي او ځيني یې چې اوږدې څېړنې غواړي یا هم د فساد مستند اسناد ولري، د ولایتي ادارې له لورې څارنوالۍ ته لېږل شوي دي.
خو اداره په مشخص ډول د ولايتي شورا له لورې د ۶۱۲۱۰ ګڼه صادر شوي هغه مکتوب په اړه څه نه وایي چې پکې له ولايتي ادارې څخه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کميسيون څخه د ولایتي شورا د غړیو په شتون کې د ځوانانو چارو د آمريت لپاره د اخيستل شوې آزموينې د څېړنې غوښتنه شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وایي: “د ولایتي شورا په ګډون ټولې ادارې چې ولایت مقام ته مکتبونه ورکوي، هم مهاله پرې اجرات شوي دي، په ځینو مواردو کې چې پلټنو ته اړتیا وي پلټنې تر سره کېږي، که اړتیاوي هیئت ټاکل کېږي او په ځينو مواردو کې چې مستند اسناد شته وي قضیه څارنوالۍ ته معرفي کېږي مونږ په خپله برخه کې د قانون له مخې اجرات کوو په دې کې هېڅ ډول سرغړونه نه کېږي.”
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون په آزموینو کې نا کام او شکایت لرونکي ګډونوال د دري ژبې څخه پښتو ته په را ژباړل شویو پوښتونو هم نیوکه لري او وایي ژباړه یې غیری معیاري ده چې د آزموینې د اکثریت ګډونوالو وخت په سوالونو پوهېدو ضایع کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس