معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په مهتر لام ښار کې د فارمسۍ فارغینو نه؛ پرته کسانو ته هم د درمل پلورلو جواز ورکړل شوی دی

په مهتر لام ښار کې د فارمسۍ فارغینو نه؛ پرته کسانو ته هم د درمل پلورلو جواز ورکړل شوی دی

په مهتر لام ښار کې د فارمسۍ فارغینو نه؛ پرته کسانو ته هم د درمل پلورلو جواز ورکړل شوی دی

راپور: ريحان ممتاز او عبدالعزیز تلاش

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار او د یاد ولایت په ځینو نورو سیمو کې درمل په غیر مسلکي توګه د خوراکي توکو په دوکانونو او یا د بازار پر سر په پلاستیکي کڅوړو کې پلورل کېږي، غیر مسلکي کسانو ته د درمل پلورلو جواز ورکړل شوی او په درملتونو کې هم غیر مسلکي کسان درمل پلوري.
بل خوا یو شمېر مسلکي درمل پوهان او مدني فعالان بیا د لغمان ولایت د عامې روغتیا ریاست په فساد تورنوي او وایي چې غیر مسلکي کسانو ته د درمل پلورلو جواز په ورکړه کې حتما فساد شوی دی.
د ګهيځ موندنې او شته اسناد په ډاګه کوي چې په مهترلام ښار کې يو شمېر کسان ګرځي په پلاستيکي کڅوړو کې درمل پلوري او ځينې نور بيا د خوراکي توکو په پلورنځیو کې درمل خرڅوي، همداراز په يو شمېر درملتونونو کې هم تر ډېره بریده غير مسلکي کسان ناست دي او درمل پلوري.
د لغمان د صحي قوانينو د څېړنې مدير الحاج ډاکټر احمد ولي مليار وايي د صحي قوانينو او قواعدو له مخې هر هغه څوک د درملو خرڅولو حق ترلاسه کولای شي چې د فارمسۍ يا دوا سازۍ زده کړې یې کړې وي، او پدې برخه کې تجربه ولري.
فهيم اسد په مهترلام ښار کې د درملو پلورنځی لري، نوموړی له اقتصاد پوهنځي څخه فارغ دی او له څو مياشتو راهيسې په ښار کې درمل خرڅوي.
نوموړی وايي: درمل زهر دي په دې درملو کې څو قسمه کيمياوي مواد يوځای شوي وي او درمل ترې جوړ شوي، نو هرڅوک بايد د خپلې ناروغۍ په تړاو له متخصص ډاکټر سره مشوره وکړي او له هغې وروسته درمل واخلي.
نوموړی پداسې حال کې دا خبرې کوي چې دی خپله هم له اقتصاد پوهنځي فارغ دی او د فارمسۍ مسلکي زده کړې یې ندي کړي، خو په بازار کې درمل پلوري.
ډاکټر محمد سهيم نیازی د داخله، جلدي او ماشومانو د ناروغيو معالج دی، نوموړی په مهترلام ښار دویمه ناحيه کې معاينه خانه او دواخانه دواړه لري او خلک تداوي کوي، دده له خبرو داسې ښکاري چې په خپله معاينه خانه کې يې د زده کړو مرکز خلاص کړی، داسې ليدل کېږي چې دوه ځوان هلکان يې په دواخانه کې دوا پلوري او خپله په معاينه خانه کې ناست دی، له نوموړي مو په دې اړه وپوښتل، دده ځواب دا ؤ چې: « نه، دوی دواسازان نه دي دوی زما شاګردان دي، دلته زه د فارمسست مصارف نشم پوره کولای ځکه دا يوه اطرافي ساحه ده نو ځکه مې دوی کينولي دي.» دا هم په خپله له قانونه سرغړونه ده؛ خو دی يې ترسره کوي.
د ګهيځ خبريالانو داسې سړی هم ولید چې په پلاستيکي کڅوړو کې درمل اچولي او درملتون په درملتون ګرځي درمل پلوري، دا چې دی څوک دی؟ درمل يې له کوم شرکت نه اخیستي؟ د درملو د خرڅلاو جواز لري او که نه!؟ هغه پوښتنې چې نوموړي ورته ځواب ورنکړ.
بلخوا د خوراکي توکیو په پلورنځیو کې هم درمل د بادرنګو په څېر خرڅيږي، ډېر داسې شواهد شته چې يو څوک په خپله خوراکه فروشي کې درمل خرڅوي خو د صحي برخې د څېړنې مديريت يې په اړه خبر نه دی.
اسما الحق د لغمان ولایت د مرکز اړوند په چهاردهي سيمه کې درمل پلورنځی لري، خو د هغه د ميز پر سر په شته اسنادو کې ليدل کېږي چې نوموړی له نرسنګ څخه فارغ دی او په ۱۳۹۸ کال کې يې د (افغان زرنج د روغتيايي علومو انسټيټيوټ) څخه د فراغت سند اخیستی دی.
نوموړی وايي «شکر الحمدلله زموږ کار وبار ښه روان دی، نظارت کوونکي راځي او خپل نظارت کوي او موږ سره لازمه همکاري هم کوي او زموږ د کار مخنيوی نه کوي»
لعل محمد د لغمان د مرکز په عصمت چوک کې درمل پلورنځی لري، د ساينسي روغتيايي علومو انسټيټیوت د درمل جوړولو څانګې څخه فارغ دی دی وايي: « درمل امکان لري د يوه انسان د مرګ باعث وګرځي، هغه کسان چې مسلکي نه دي درمل خرڅوي هغوی يې په استعمال نه پوهېږي کله چې پدې نه وي خبر چې يو ناروغ ته باید څومره درمل ورکړي، داسې کسان ټولنې ته ډېر خطرناک تماميږي.»
محمد رسول نظري په لغمان ولایت کې د الفلاح خصوصي ښوونځي اجرائیه مدیر دی، دی وایي دا ‌ډېر غلط کار دی چې یو څوک د یوې برخې متخصص نه وي خو هغې برخې ته کار کوي او بیا د فارمسي په برخه کې خو لا ډېره مهمه ده چې مسلکي کس وي.
نوموړی زیاتوي چې : «دا د یو چا له ژوند سره لوبې کول دي، دا په ښکاره ډول د چا ژوند اخیستل دي، موږ په دې ټولنه کې ډېر زیات داسې کسان لرو او ژوندي مثالونه یې شته دي چې د یو کس غاښ خوږیږي خو په درملتون کې یې ورته د خیټې ګولۍ ورکړې، مطلب دې ډول درملو سره له بدو نه بدتر شي.»
په لغمان کې ۱۲۷ رسمي فعال درملتونونه شته چې د ترلاسه شويو اسنادو له مخې يو شمېر يې د غیر مسلکي کسانو له خوا اداره کېږي او ځينې يې بیا په غیر رسمي ډول خپل فعاليت کوي هغه خبره چې د صحي قوانينو د بررسۍ مدير يې هم مني.
د ګهيځ خبريالان له دې ټولو اسنادو سره يو ځای د لغمان ولايت د عامې روغتيا د صحي قوانينو د بررسۍ مديريت ته ورغلل او د ترلاسه کړو اسنادو په اړه يې ترې وپوښتل.
د صحي قوانينو د بررسۍ مدير الحاج احمد ولي مليار په دې اړه وويل چې موږ د پلان مطابق اونۍ کې څلور ورځې بررسي لرو او د هغو درملتونونو څارنه کوو چې په امنيتي ساحه کې شتون لري.
سره ددې چې د بررسۍ مديريت لخوا اونۍ کې څلور ورځې څارنه کېږي مګر بیا هم د ښار دننه یو شمېر غیر مسلکي کسان درمل پلوري.
د مليار په وينا، موږ هغه چاته د درملو د پلور جواز ورکوو چې افغاني تابعيت ولري، د اتلس کلنۍ عمر يې پوره وي د عامې روغتيا وزارت حکم ولري او له دوا سازۍ يا فارمسۍ څخه فارغ وي.
د نوموړي په خبره که څوک د یادو شرایطو پرته درمل پلوري، لومړی د درملتون مالک ته توصیه کېږي، بیا اخطار ورکول کېږي او وروسته نغدي جريمه کېږي؛ که بیا هم ونه شول يو کال تعليق او اخر سلب امتياز کېږي.
خو په ورته وخت کې نوموړی زياتوي:” موږ نشو کولای چې د هر درملتون پرسر يو نظارت کوونکی ودروو، شاید دا ستونزه به موجوده وي ځکه خلک قانون ته وفاداره نه دي، يو کس یې دواساز روزلی څلور یا پنځه د يوې کورنۍ نور غړي ورسره کار کوي چې دا غیر قانوني کار دی.”
د لغمان ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند د صحي قوانينو د بررسۍ مدير احمد ولي مليار زیاتوي چې «موږ تر دې وړاندې هم له داسې کسانو سره مخ شوي يو، هغوی مو مجازات کړي او اوس هم شته، ځکه هر ځای کې چې کار وي ستونزې هم وي خو موږ خپله هڅه کوو او کوشش کوو چې دا ستونزې حل او قانون تطبيق کړو »
په همدې بڼه د لغمان د عامې روغتيا رئیس ډاکټر عبدالمعروف جليلي بيا وايي چې: «دا يوه هېواد شموله ستونزه ده يوازې په لغمان کې نه ده، موږ ددې ستونزو لپاره پلانونه لرو پخوا داسې ستونزې زياتې وې، خو اوس تر ډېره دا ستونزه حل شوې ده، په اطرافو کې اوس هم موږ داسې ستونزې لرو د بررسۍ ټیم چې ماته کوم اسناد راکړي د ښار په داخل کې دا ستونزه نشته. »
که څه هم د لغمان د عامې روغتیا رئیس وایي چې دا ستونزه حل شوې ده خو د یاد ریاست اړوند د صحي قوانینو د بررسۍ مدير احمد ولي مليار له ګهیځ ټيم سره په مرکه کې په خپله دا ستونزه ومنله چې اوس هم له داسې پېښو سره مخامخ دي او غواړي په اړه یې اقدام وکړي.
بل اړخ ته محمد حسين سجاد چې د لغمان يو تن ټولنيز فعال دی، وايي چي دی ددې خبرې شاهد دی چې په دوا خانو کې غير مسلکي کسان دوا خرڅوي او دا کار د خلکو د ژوند په قيمت تماميږي، باید یوه ګولۍ هم د مسلکي ډاکټر له نخسې پرته ورنکړل شي.
نوموړی زیاتوي چې: “زموږ غوښتنه داده چې د صحي برخي کارکوونکي باید د دوا پلورلو په برخه کې کار وکړي دا د خلکو د ژوند مسأله ده، بايد غير مسلکي کسانو ته جواز ورنکړل شي ځکه دا يو فساد دی، هرڅوک چې دا فساد کوي هغوی موږ ته ملامت دي او موږ يې په اړه غږ پورته کوو او دوی مجرمان دي.”
همدارنگه ډاکټر عبدالروف چې د لغمان مرکز کې مسلکي فارمسست دی او له هېواده بهر يې زده کړې کړي دي، دوه کاله کېږي چې د مهتر لام ښار په دویمه ناحيه کې دواخانه لري، هغه وايي چې فارمسي او هيلټ ټکنالوجي یې لوستي. هغه وایي:” درمل ټول زهر دي، هغه څوک چې درمل خرڅوي بايد په استعمال يې هم خبر وي او که څوک خبر نه وي تاوان يې ډېر زیات دی، هر سړی بايد خپله برخه کې کار وکړي ما فارمسي ويلې او درمل خرڅوم، هرڅوک چې درمل پلوري خو مسلکي نه وي دا يو فساد دی او ددې ډول فساد مخنيوی باید وشي ځکه دوی مجرمین دي.”
مهترلام ښار د هېواد يو له مهمو ښارونو څخه دی چې خلک يې زیاتره دننه په ښار کې په کار وبار بوخت دي، د نورو ستونزو سره سره په دغه ښار کې درمل د غير مسلکي کسانو لخوا پلورل کېږي چې د ولايت خلکو ته يې يوه ستره ستونزه جوړه کړي ده، د عامې روغتيا رئیس، د صحي قوانينو د بررسۍ مدير، درمل پلورونکي او عام خلک ټول دا ستونزه مني؛ خو تر اوسه په دې اړه هېڅ ډول بنسټيز اقدام ندی شوی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس