معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په لغمان کې سړې خونې د پیسو په بدل کې زور واکو او ملکانو ته ورکړل شوې دي

په لغمان کې سړې خونې د پیسو په بدل کې زور واکو او ملکانو ته ورکړل شوې دي

په لغمان کې سړې خونې د پیسو په بدل کې زور واکو او ملکانو ته ورکړل شوې دي
راپور: شیبه باور
دلغمان ولایت یو شمېر بزګر او د ځمکو خاوندان چې د دوی په وينا زور او واسطه نه لري، ددې ولایت د کرهنې او مالدارۍ ریاست تورنوي چې د پیازو د حاصلاتو لپاره یې جوړې کړې سړې خونې ټولې زور واکو ته ورکړې دي.
د ۱۳۹۹ لمریز کال د عقرب په میاشت کې د لغمان ولایت د کرهنې او مالدراۍ ریاست له خوا د پیازو لپاره د سړو خونو د جوړولو کار پیل شو چې د کرهنې او مالدارۍ د رئیس ښاغلي جمیل خوشحال په وینا پدې لړ کې ۱۲۰ سړې خونې د مهترلام په ګډون د قرغیو، الیشنګ او الینګار په ولسوالیو کې جوړې شوې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
د لغمان ولایت د کرهنې د رئیس په وینا په۱۳۹۸ لمریز کال کې هم ۲۶ سړې خونې جوړې شوې دي او زیاته یې کړه چې دوی پلان لري تر څو دا سړې خونې تر دې هم زیاتې کړي او ۲۵۰نورې هم جوړې کړي.
بل خوا د چارو څارونکي او پوهان وایي چې د هرې سړې خونې پر جوړونه تر ۱۵۰ زره افغانيو پورې لګښت راځي.خو په ورته وخت کې بیا د لغمان ولایت ځینې بزګر او کروندګر بیا شکایت لري چې دا سړې خونې مستحقو بزګرانو ته ندي ورکړل شوې او یوازې د کلیو ملکانو او مخورو ترې ګټه پورته کړې.
عبدالباري یو تن له دغه بزګرانو څخه دی چې وایي د سړو خونو له پروسې بېخې خبر هم ندی. نوموړی وايي:” زما ځمکې په نانکزیو کلي کې دي او زه دومره خبر لرمه چې سړې خونې جوړې شوې دي، مګر مونږ ته يې د وېش معلومات چا ندي راکړي.”
عبدالباري زیاتوي چې : “زمونږ د کلي یو تن زورواکي معلم عزت الله په خپله ځمکه کې دا سړه خونه جوړه کړې ده.”
په داسې حال کې چې سړې خونې باید په یوه کلي کې د ټولو بزګرانو لپاره وي، خو دلته یو شمېر بزرګران وایي چې دوی ددې سړو خونو له لیست څخه غورځول شوي دي.
د ارمل کلي یو تن بزګر امیدالله خان پدې هکله وويل: “دا سړې خونې هغو کسانو ته ورکړل شوې چې زور او زر لري، زمونږ د کلي ملک دا سړې خونې په خپل باغ کې لګولې خو مونږ چې دلته ځمکې هم لرو، مونږ ته چا ندي راکړې.”
صميم د الیشنګ ولسوالۍ يو تن بزګر هم پدې اړه وایي: “دا سړې خونې د پیسو والاوو لپاره دي، او هغوی خپل ځانونو ته دا سهولت برابر کړی، حکومت له فساد نه ډک دی هر څوک چې پيسې ولري هغه مخکې دی.”
همدارنګه د الینګار یو تن بزګر د نوم نه خپرولو په شرط وایي: “زمونږ د کلي زورواکان د طالبانو په بهانه کولو سره سړې خونې په خپله شخصي ځمکه کې جوړې کړې او وخت ناوخته حتا له مونږ نه هم باج اخلي.”
د علي خېلو کلی یو تن بل بزګر چې ځان د بابر په نامه را پېژني وایي چې زمونږ د کلي د دهقانانو مشر، ملک نور آغا په خپله شخصي ځمکه کې دا سړه خونه جوړه کړې او لدې هم خبر لرو چې د قرغیو په ولسوالۍ کې هم د کلي ملکانو سړې خونې ځان ته شخصي جوړې کړې دي.
نوموړی وایې: “مونږ اته جریبه ځمکه لرو او په څلورو جریبو کې پیاز کرو، څو ځلي مو مرکز ته مراجعه کړې، مګر مونږ ته ویل شوي چې پروسه ختمه شوې حال دا چې زمونږ د کلي ملک هم په هماغه وخت کې اخیستې وه.”
عزیز یو بل تن بزګر دی چې په نانکزيو کلي کې خپلې ځمکې لري، هغه وايي: “زه شپږ جریبه ځمکه لرم، خپله څو ځلي ورغلی يم خو چا زمونږ غوښتنو ته پاملرنه نده کړې، زمونږ د کلي ملک د پیسو په ورکولو سره سړه خونه ځان ته اخيستې ده.”
خو دا چې ولې د خلکو د ادعاوو او شکایتونو له مخې دا سړې خونې ځانګړو اشخاصو او په تېره بیا خانانو او ملکانو ته ورکړل شوې دي، په اړه یې د لغمان د کرهنې رئیس ښاغلي جمیل خوشحال وويل: “دا سړې خونې خپل شرایط لري، هغه کسان چې په دې شرایطو برابر وي مونږ هغو ته ورکړې دي.”
د لغمان ولایت د کرهني رئیس دا شرایط پدې توګه را په ګوته کوي: “د سړې خونې لپاره باید ځمکه هوا داره وي ځکه دا سړې خونې دي نو باید چې هوا ورباندې ولګېږي تر څو پیاز خراب نشي.”
همدارنګه ښاغلی خوشحال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې سړې خونې ټولې خانانو او ملکانو ته وېشل شوې او عام بزګر ترې محروم دي؟ وويل: “د بزګرانو شمېر زیات دی او د سړو خونو تعداد کم دی، نو ځکه ټولو ته نه رسېږي.”
خو دا چې د سړو خونو شمېر کم دی نو بیا ولې په هغو کسانو کې چې سړې خونې یې ترلاسه کړې، یو هم عادي بزرګر ندی، او ټول ملکان دي؟ ښاغلی خوشحال یې په اړه وایي: “زمونږ اړیکې د کلي له ملکانو سره دي، او مونږ دا سړې خونې د ملکانو په لاس وېشو نو چې ملک يې ځانته اخلي، پدې برخه مونږ مسؤول نه يو.”
خو کلیوال خلک او بزګران بیا دا ادعا لري، چې دلته فساد شته دی او د کلیو ملکان او خانان د پیسو او رشوت په ورکولو سره دا سړې خونې په خپلو شخصي باغونو او ځمکو کې جوړوي.
اما د لغمان ولایت د کرهنې رئیس جمیل خوشحال پدې اړه وایي: “هر چاته چې څه شی ونه رسېږي نو داسې ادعاوې کوي، که چېرې د کرهنې ریاست کې چا فساد پیدا کړ، نو زه انعام ورکوم.”
که څه هم عامه خدمتونه د ټولو خلکو لپاره باید یو شان وي، خو په افغانستان کې د نا امنیو د زیاتېدو له امله، فساد هم زور اخیستی، او دا یوازې د لغمان د کرهنې ریاست ندی چې په عامه خدمتونو کې پراخ فساد شتون لري، ډېرې نورې ولایتي ادارې هم د فساد د شتون له امله عامو وګړیو ته ستونزې جوړوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس