معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په لغمان کې د قانون تطبیقوونکي له قانون ماتوونکو سره معامله کوي

په لغمان کې د قانون تطبیقوونکي له قانون ماتوونکو سره معامله کوي

په لغمان کې د قانون تطبیقوونکي له قانون ماتوونکو سره معامله کوي

راپور : نجیب الله ثاقب

د ګهيځ موندنې ښيي، چې د لغمان ولايت پوليس د پیسو په بدل کې خلکو ته په غصب شویو ځمکو کې د کورونو جوړولو اجازه ورکوي. په دولتي ځمکو کې کور جوړونکي خلک وایي، تر څو چې پوليسو ته پیسې ورنه کړي، د آبادۍ اجازه نه ورکول کېږي. دوی وايي، پوليس د پنځه بسوه يي نمرې په سر لس زره (۱۰۰۰۰) افغانۍ اخلي. چارواکي هم مني، چې په لغمان کې ځينې ځمکې د يو شمېر خلکو له خوا غصب شوې او دوی يې پر وړاندې اقدامات کړي، خو تر اوسه چا ورسره دا موضوع نده شریکه کړې، چې پولیس ترې پيسې اخلي.
د لغمان د محلي پولیسو قوماندان فریدون یاده موضوع تأییدوي؛ او وایي، چې پولیس له خلکو پيسې اخلي، خو د لغمان ولایت د امنیه قوماندان منظور ستانکزی بیا تور لګوي چې قوماندان فریدون خپله د ځمکو غاصب دی. امنیه قوماندان زیاتوي، چې فریدون یې د ځمکو د غصب په تړاو نيولی ؤ، خو نه پوهېږي، چې ولې بېرته خوشې شوی. قوماندان ستانکزی وايي، په دې اړه چې د دوی پولیس له غاصبینو پیسې اخلي او بیا ورته د آبادۍ اجازه ورکوي، تر اوسه پورې ورته څوک نه دي ورغلي، او نه يې رسمي شکايت ورته کړی دی.
غصب شوې ځمکې
د یادې موضوع په تړاو د ګهيځ خبریال د ځينو سیمو ليدو ته ولاړ، د بعضو کورونو دېوالونه داسې معلوميدل، چې چا په لوی لاس نړولي وي، تر څو د کور خاوند مجبور شي پولیسو ته پيسې ورکړي، په نړول شویو دېوالونو کې آن د مسجد دېوال هم شامل ؤ، چې ګواکې مسجد بېځایه جوړ شوی دی.
ځينې کورونه درې څلور ځله نړول شوي او څو وارې د کور له څښتنانو په دې بهانه پیسې اخيستل شوې، چې له ټاکل شوي ځای نه دې ډېرځای رانیولی دی او یا په دې نوم، چې باید له ماښام وروسته کار وکړئ او په دریو شپو کې د کور د احاطې دېوال بشپړ کړي.
د اخيستل شویو پیسو دقیقه اندازه نه ده معلومه، خو د سيمې د اوسېدونکو پر وینا له دوی څخه (۱۰۰۰۰ تر۴۰۰۰۰) افغانۍ په هره پنځه بسوه یي نمره اخیستل کېږي.
د ګهیځ د څېړنو پر اساس زیاتره غصب شوې ځمکې د مهترلام ښار په څنډو، د بابا صاحب په دښته او د مسکورې ډاګ کې موقعيت لري. که څه هم خلکو د پیسو د اخیستلو په تړاو مشخصاً د چا نوم یاد نه کړ، خو وایي چې د اړوندو ماموريتونو پوليس هره ورځ سيمې ته ورځي او هر چېرته چې تازه کار پیل شوی یا روان وي، که دکور خاوند ورته پيسې ورکړي، څه ورته نه وایي او که نه دېوالونه یې چپه کوي. د سیمې اوسېدونکي وایي، چې پوليس کله له خلکو پیسې واخلي خلکو ته لارښوونه کوي، چې د شپې کار وکړئ او باید په دریوو شپو کې کار بشپړ کړئ.
د خلکو شکايتونه
د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ اوسېدونکی عنایت الله، چې د جګړو له امله له خپلې سيمې د مسکورې ډاګ ته ورکډه شوی وايي، چې د لومړۍ حوزې پوليسو ترې لس زره افغانۍ (۱۰۰۰۰) اخیستي دي نوموړي وويل:” دا قومي ځمکه ده، ما د مسعود په نوم د مسکورې کلي له اوسېدونکي اخیستې، دوولس بجې د لومړۍ حوزې پولیس راغلل د کوټې تهداب یې را وران کړ، یوه بجه مې (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکړې هماغه ورځ مې کار پیل کړ، بیا را پسې رانغلل. ”
عنایت الله زیاتوي: ” دوی، د اختر په ورځ هم راځي له خلکو پیسې اخلي، د اختر په درېیمه ورځ یې هلته یو کوچی د موټر په ډاله کې اچولی ؤ، په ثبوت او اسنادو سره یې درته ښایم د کور دېوال یې هم ورته وران کړی ؤ.”
د سمیع الله په نوم یو بل کس، چې د دولت شاه اوسېدونکی دی، د خپل کور د ړنګ دېوال تر څنګ ولاړ ؤ؛ ګهيځ ته یې وویل، چې درې ځله یې دده او د کاکا د زامنو کورونه نړول شوي او بيا بيا ورڅخه پیسې اخیستل شوې دي. نوموړی وایي: ” دغه ځمکه موږ په قومي حساب له خپلو ماماګانو څخه اخیستې ده، یوه زما او دوه مې د تره د زامنو پنځه بسوه یي نمرې دي، یو ځل شاروالۍ او دوه ځله پولیسو دا کورونه وران کړل، موږ (۳۰۰۰۰) افغانۍ پولیسو ته ورکړې وې، خو دوی ویل، چې تاسو غیر قانوني کورونه جوړوئ څو ځله يې دېوالونه چپه کړل، چې نورې روپۍ هم راکړئ بیا مو ورته (۱۵۰۰۰) افغانۍ نورې ورکړې.”
محمد اسحاق د علیشنګ ولسوالۍ د غازي آباد کلي څخه د مسکورې ډاګ ته را کډه شوی دی، پولیسو له هغه څخه هم پیسې غوښتې خو د بې وسۍ له امله یې نه دي ورکړي، څلور ځله یې کور وران شوی دی بیایې جوړ کړی دی.
نوموړي ګهيځ ته وویل:”د مسکورې خلک د دې ځمکو قبالې لري، دا ځمکه مې ترې اخیستې، دلته راکډه شوي يو پیسې نه لرو، چې ښار و بازار کې کور جوړ کړو، دلته مو په دې دښته کې کور جوړ کړ، د حوزې پولیسو رانه لس زره افغانۍ غوښتې خو زه بې وسه وم، څلور ځله یې راته کور وران کړ.”
دغه راز سلطان محمد د علیشنګ ولسوالۍ د نورام کلي اوسېدونکی دی، نوموړي د مسکورې ډاګ کې د تره د زوی کور کې اړولي ؤ، او څټک په لاس د همدغه کور د ړنګ شوي دېوال په بیا رغولو ليګا ؤ نوموړي ګهيځ ته وویل :” دغه ځای به لږ څه کم لس بسوې وي نه پوهېږم، چې دغه ځمکه زما د تره زوی له چانه اخیستې ده، خو هغه دلته نه اوسېږي، کور یې په کابل کې دی، ماته یې وویل، چې ته زما په کور کې واړوه، یو ځل د حوزې کسانو او بیا د شاروالۍ نفرو يې دېوالونه وران کړل، د تره زوی مې مخکې لس دولس زره روپۍ ورکړې دي، دوی له لس زرو کمې پيسې نه اخلي له دې پورته چې، دې په هر څومره قانع کړل فعلاً چې، زه کار کومه ښکته و پورته ګورمه چې، رینجر رانه شي که راشي ځان چېرته پټومه؛ د دې لپاره، چې بیا مې ونه نیسي، اوس خو ځای هم لوڅ دی دلته تورسرې او ماشومان دي خلک ګرځي باید دغه دېوال پورته کړو.”
د مسکورې د ډاګ د ولسي کمیسیون مشر، مدني فعال عبدالرحمان حبیب اسلام پلو هم یاده موضوع تأییدوي، دی وایي، چې په دغه سیمه کې له (۹۰۰ نیولې تر ۱۰۰۰) نمرې شته.هغه وويل چې، د رسمي نمرو په حیث د سند لپاره له چا څخه پیسې نه دي اخیستل شوي، خو پوليس د باج په توګه د خلکو څخه (۳۵۰۰۰ زرو څخه تر ۴۰۰۰۰) زرو افغانۍ اخلي، چې تر والي او شاروال پورې پکې ښکېل دي او هر يو په کې خپله فیصدي لري.
د مسکورې د سيمي ملک محمد حکیم هم وایي چې، د نظامي چوکاټ یو شمېر منسوبين له خلکو په هره پنځه بسوې نمره، له لسو تر پنځلس زره افغانۍ اخلي نوموړی وایي، چې دغه د مسکورې د خلکو سرپنا سیمه ده.
په هغه وخت کې، چې ګلاب منګل د لغمان والي ؤ، خلکو ته په شفاهي ډول وویل د سرپنا ځای ځان ته جوړ کړئ، هماغه وخت د مسکورې خلکو (۲۵۰۰) نمرې په خپلو کې سره وویشلې، نوموړي دا هم وویل چې فریدون خان وایي، چې موږ د یادې سیمې د یو سلو څو جریبه ځمکې کاغذونه (رسمي قبالې) لرو خو دولت پوهېږي، چې دغه کاغذونه یې اعتبار لري او کنه.
د پولیسو منسوبين:
د لغمان امنیه قوماندان منظور ستانکزی وایي، چې تر دې دمه ورته هېڅ څوک د یادې موضوع په اړه نه دی عارض شوي او نه چا ورته رسمي شکایت کړی دی. نوموړي ګهیځ ته وویل اول خو پولیسو له غاصبینو پیسې نه دي اخيستي او که کوم یوه د لارې په سر اخیستې هم وي دا خیانت دی پولیس هم ورسره دخیل دی.
ستانکزي وويل، چې د ځمکو د غصب پر وړاندې قاطع دريځ لري، څو ځله یې د ځمکو غاصبین نیولي دي او که هر څوک په غصب او رشوت اخېستلو ونیول شول، قانوني چلند به ورسره وشي. ستانکزي زياته کړه، چې د ځمکو غاصب فریدون نامی یې نیولی ؤ، خو نه پوهېږي چې ولې ولایتي ادارې بېرته خوشې کړی دی.
خو په ورته وخت کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان فریدون بیا وایي چې ملي پولیس له خلکو څخه پیسې اخلي. فریدون زیاتوي چې: ” نوی امنيه قومندان چې کله راغی زه یې وغوښتلم، امنیه قومندان او د امنيت آمر راته ویل، چې ته ډاګ خرڅوې د اونۍ ( ۳۰۰۰۰۰) افغانۍ زموږ حق پکې راکوه، ما ورسره ونه منله زه یې بندي کړم، دوی ټولې ځمکې خرڅې کړې، زه د دې ځمکو سند هم لرم، امان الله خان زما نیکه ته د (۱۱۳) جریبه ځمکې سند ورکړی ؤ، خو زه دا ځمکې نه خرڅوم دا خلک په خپل سر لګیا دي کار کوي.”

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس