معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په لغمان کې د برېښنا آمریت مامورین خلکو ته د میټر د ورکړې په بدل کې غیر قانوني پیسې اخلي

په لغمان کې د برېښنا آمریت مامورین خلکو ته د میټر د ورکړې په بدل کې غیر قانوني پیسې اخلي

په لغمان کې د برېښنا آمریت مامورین خلکو ته د میټر د ورکړې په بدل کې غیر قانوني پیسې اخلي
راپور: عزیز احمد تلاش
د لغمان ولایت مرکز مهتر لام ښار کې د برېښنا آمریت کارکوونکي د میټرونو په مقابل د برېښنا شرکت له نویو مشتریانو څخه په غیرقانوني توګه پیسې اخلي.
د لغمان ولایت د مرکز مهترلام یو شمېر اوسیدونکي وایي چې د یاد ولایت د برېښنا آمریت ځینې مامورین د برېښنا د میټرونو د ویشلو په مقابل کې له مشترکینو څخه غیرقانوني پیسې اخلي او که د میټر پیسې په بانک کې تحویل شي نو د کمیشن او رشوت په بڼه دا پیسې ترې اخلي.
دغه خلک ادعا کوي چې که دغو مامورینو ته د کمیشن پیسې ورنکړي نو دوی ته میټر نه ورکول کېږي، خو که چېرته دغو مامورینو ته د میټر اخیستلو په مقابل کې په غیرقانوني توګه پیسې ورکړل شي، نو یوه کس ته دوه یا درې میټرونه هم ورکول کېږي، په داسې حال کې چې د برېښنا شرکت د اصولو په اساس یوه کورنۍ حق لري چې یوازې یو میټر ترلاسه کړي.
د مهترلام ښار دغه اوسېدونکي وایي چې دوی د میټر ترلاسه کولو لپاره ته څو څو ځلې د برېښنا شرکت ته ورځي او هلته له ډېرو هڅو سره سره بیا هم میټر نه راکول کېږي، خو که د میټر ترلاسه کولو ټول کار د دغه آمریت یو مامور ته په کمیشن ورکړي، نو ټول کار یې په دوه یا درې ساعتونو کې خلاصیږي.
د ګهیځ خبریال هم داسې اسناد ترلاسه کړي چې د برېښنا آمریت یو مامور له یو کس څخه د میټر ترلاسه کولو په مقابل کې دیارلس زره افغانۍ غواړي. په دغو اسنادو کې ښکاري چې د برېښنا شرکت یاد مامور له دې کس څخه دیارلس زره افغانۍ غواړي او ورته وایي چې “ته یې له هر څه خلاص یې، ته صرف تذکره او د کور اسناد راوړه، نور ټول کار یې زه درته خلاصوم.”
اسماعیل چې د مهترلام ښار یو تن اوسیدونکی دی وایي چې که چېرته چا د برېښنا آمریت کې د میټر ترلاسه کولو لپاره د کمیشن پیسې ورکړې وي نو کار یې ژر خلاصیږي، خو که چا پیسې ورکړې نه وي نو په میاشتو میاشتو به ګرځي او کار یې هم نه خلاصیږي.
دی وایي: “شپږ زره مې بانک کې تحویل کړې او د دې تر څنګ د آمریت یوه مامور ته مې دوه زره کمیشن ورکړ تر څو چې کار یې راته خلاص کړی دی.”
نوموړی همدارنګه زیاتوي چې دغه مامورین له ځینو ډېرې او له ځینو لږې پیسې اخلي، ثابت نرخ نه لري له هر چا سره یې چې په هر څومره موافقه وکړه همدومره ترې اخلي.
نوموړی زیاتوي: “ما خپله دوه زره د کمیشن پیسې ورکړې دي، د بانک تحویلي مې هم کړې ده خو دوه زره مې د آمریت کارکوونکي ته کمیشن ورکړی چې د میټر کار یې راته خلاص کړی دی.”
فیض الله هم د لغمان د مرکز اوسیدونکی دی، دی هم وایي چې د برېښنا میټر یې په لس نیم زره ترلاسه کړی او د برېښنا آمریت یو مامور ته یې لس نیم زره افغانۍ کمیشن ورکړي چې په بدل کې یې دغه مامور ورته ټول کار خلاص کړی دی.
دی زیاتوي چې د برېښنا له آمر نه د امر اخیستل، احکام او نور ټول پړاوونه یې همدغه مامور په خپله ترسره کړي او میټر یې راته راکړی دی.
نوموړی وایي که په خپله ورپسې هر څومره وګرځي د برېښنا آمریت کې یې څوک کار نه خلاصوي، تر څو چې د همدې ادارې یوه مامور ته کمیشن ورنه کړې
نوموړی زیاتوي چې تر دې وړاندې د برېښنا آمریت ته هم تللی ؤ، خو هغوی ورته ویلي وو چې اوس ورته میتر نشي ورکولای خو کله چې د کمیشن له لارې وړاندې ولاړ نو په لس نیم زره افغانۍ یې ورته ټول کار خلاص کړ.
فیض الله وایي چې د ده کمیشن کار په خپله د لغمان د برېښنا آمریت یو انجنیر ؤ.
د اسد په نامه د لغمان د مرکز یو بل اوسېدونکی هم وایي د خپل میټر د اخیستلو لپاره یې د برېښنا آمریت یو انجینیر ته پیسې ورکړې چې ټول کار یې ورته خلاص کړ.
دی وایي انجنیر ته یې د میټر تر قیمت دوه نیم زره افغانۍ زیاتې ورکړې او هغه ورته ټول کار خلاص کړ.
د ګهیځ خبریال ته په لاس ورغلي اسنادو څخه هم څرګندیږي چې د لغمان د نو آباد یو تن اوسیدونکی دغه آمریت ته ورځي او له یو مامور سره خبرې کوي، دغه کس مامور ته وایي چې زه غواړم یو میټر ترلاسه کړم، دغه مامور ورته وایي چې دیارلس زره افغانۍ راوړه نور نو ته ترې خلاص یې ټول کار زه درته خلاصوم، ته صرف تذکره، د یوه ګاونډي د برېښنا بیل او د کور اسناد راوړه نور په یوه ورځ کې زه ټول کار درته خلاصوم .
د لغمان ولایت یو تن مدني فعال احمدشاه وایي چې په لغمان کې د برېښنا ټول مشتریان له دې ستونزې سره مخامخ دي. دی وایي هر څوک چې غواړي میټر ترلاسه کړي، تر څو چې د همدې ادارې مامورینو ته کمیشن ورنکړي، کار یې نه ترسره کېږي.
دی وایي دا ستونزه په بار بار له دوی سره شریکه شوې، چې د لغمان خلک په جدي توګه له دې ستونزې سره مخ دي او اړونده چارواکي باید په دې اړه جدي اقدام وکړي، تر څو د برېښنا نوي مشتریان له دې ستونزې څخه خلاص شي.
خو بل اړخ ته بیا د لغمان د برېښنا آمریت سرپرست آمر عبدالبصیر ساپی وايي ‎‎چې دوی د ټولو مشتریانو هغو ستونزو ته رسیده ګي کوي چې مشتریان یې له دوی سره خپل شکایت ثبت کړي. دی وایي چې که چاته میټر نه ورکول کېږي او یا د میټر ترلاسه کولو کار یې ځنډول کېږي علت دا دی چې یا یې اسناد مشکل لري او قانوني اسناد نه لري.
ساپی وایي چې په دغه آمریت کې د کمیشن مسأله نشته او که چېرته کوم مامور له چانه د میټر ورکولو په مقابل کې کمیشن اخیستی وي، نو قانون شته او د قاون په رڼا کې به ورسره چلند وشي.
د لغمان د برېښنا سرپرست آمر زیاتوي: “په دې اداره کې د میټر په مقابل کې د کمیش اخیستلو مسأله ردوم، ځکه مخکې مې هم ددې مسألې په اړه ټولو کارکوونکو سره مجلس کړی وو او ټولو مامورینو ته مې سپارښتنه کړې چې له چانه په غیرقانوني توګه پیسې او کمیشن وانخلي.”
د برېښنا د سرپرست آمر عبدالبصیر ساپي په وینا په لغمان کې نسبت نورو ولایتونو ته د برېښنا شرکت مشترکین زیات دي، چې شمېر یې شاوخوا یوویشت زره کورنیو ته رسېږي.
ساپی بیا وایي چې په دې ولایت کې د برېښنا د میټرونو د وېش چارې په ښه ډول روانې دي او هېڅ ستونزه نشته او که چېرته کوم مامور فساد کوي او له چانه په غیرقانوني توګه پیسې، رشوت او کمیشن اخلي نو د قانون مطابق چلند ورسره کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس