معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په لغمان کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د ملا امامانو پیسې په جیب وهلې دي

په لغمان کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د ملا امامانو پیسې په جیب وهلې دي

په لغمان کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د ملا امامانو پیسې په جیب وهلې دي
راپور: نجیب الله ثاقب
د هېواد په ختیځ ولایت لغمان کې د ګهیځ موندنې ښیي چې د کورونا په تېر دور کې ددې ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په هغو پیسو کې فساد کړی چې د لویو جوماتونو ملا امامانو ته ددې لپاره ځانګړې شوې وې تر څو خلکو ته په مساجدو کې له کورونا څخه د ځان ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړي.
ګهیځ پدې تړاو دوه داسې لیستونه هم ترلاسه کړي چې په ظاهره دواړه د هغو امامانو نومونه دي چې پدې تړاو یې مرستې ترلاسه کړې، خو د دواړو لیستونو پرتله ښکاروي چې کوم لیست کابل ته وزارت ته لېږل شوی جعلي دی او وېشه د بل جوړ شوي لیست له مخې شوې ده.
د ګهیځ ټېم داسې اسناد ترلاسه کړي چې پلازمېنې کابل ته د لېږل شوي لیست له مخې د لغمان د حج او اوقافو ریاست، شا او خوا شپږ سوه ملا امامانو ته دا مرستې رسولې دي پداسې حال کې چې په لیست کې لیکل شوي ډېر نومونه او جوماتونه یې جعلي دي او هېڅ شتون نه لري.
د بېلګې په توګه په یاد لېست کې مولوي داد خدا د مرکز مهتر لام اړوند د تیرګړیو جومات امام ښودل شوی دی، په داسې حال کې چې د تیرګړیو د جومات امام رفیق الله نومېږي او نوموړی ګهېځ ته وایي چې د مولوي داد خدا په نوم دلته کوم امام نشته او له پنځو کلونو راهیسې دی خپله دلته امامت کوي.
مولوي رفیق الله وایي: “نوم مې رفیق الله دی، پنځه کاله کېږي دلته امام یم، د ملي او دیني وجیبې په توګه مې د کورونا څخه د مخنیوي لپاره خپلو خلکو ته لارښوونې کړې دي، خو نه چا راته سپارښتنه کړې او نه چا روپۍ راکړې دي.”
همدار نگه د باغ مرزا کلي د جامع جومات امام نور محمد نومېږي، خو د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په خپل لېست کې ددې کلي امام عبدالمجید ښودلی، پداسې حال کې چې د کلي برحاله ملا امام نور محمد ګهيځ ته وويل: “نور محمد نومېږم، د باغ مرزا کلي امام یم، د کورونا د مخنیوي په پار مو خلکو ته لارښوونې کړې دي، دا زموږ دیني وجیبه ده، د حج ارشاد او اوقاف ریاست له برنامې، نه خبریم او نه یې روپۍ راکړې دي.” مولوي صیب نور محمد وایي چې د باغ مرزا قریې په پنځه جوماتونو کې د عبدالمجید په نوم هېڅ کس امام نشته.
همدارنګه مولوي مدثرشاه (۱۱) کاله کېږي چې د حېدرخاني قریې د جامع مسجد امام دی، خو په لېست کې یاد کلي ته منسوب امام مولوي فیض الرحمان ښودل شوی چې د قریې په څوارلسو مساجدو کې پیدا نشو، مولوي مدثرشاه وایي چې دی د باغ مرزا اوسېدونکی دی او یوولس کاله کېږي چې په حیدرخانې کې امام دی. نوموړی زیاتوي چې د کورونا د مخنیوي په اړه د عامه پوهاي لپاره چا ورته سپارښتنه نده کړې او نه یې روپۍ ورکړې دي.
مولوي مدثرشاه او د یادې قریې ملک معلم نورالله وایي چې، مولوي فیض الرحمان د باغ مرزا هغه اوسېدونکی دی چې پنځه کاله وړاندې یې امامت پرې اېښی دی.
د ټلیفون جعلي شمېرې:
په یاد لېست کې د ټولو ملا امامانو او مفتیانو نوم، د پلار او نیکه نوم او تر څنګ یې، د ځینو د تذکرو او د اکثرو د ټلیفون شمېرې هم ذکر شوې دي، د ګهیځ خبریال هڅه وکړه تر څو د یادو ټلیفوني شمېرو له مخې له ځینو هغو امامانو سره اړیکه ونیسي چې د ارشاد حج او اوقافو وزارت ادعا لري چې پیسې یې ورکړې دي، خو ددې شمېرو له منځ نه ډېری شمېرې بېخي په مخابراتي سیسټم کې موجودې نه وې، ځینې شمېرې بندې وې او د یو شمېر فعالو شمېرو خاوندان اکثریت د نورو ولایاتو وګړي وو.
د بېلګې په توګه زین الله نومی شخص په لېست کې د شهرنو کلي امام معرفي شوی دی خو له نوموړي سره د ټلیفوني اړیکې په پایله کې هغه اقرار وکړ چې نوم یې زین الله دی خو وایي چې امام نه، بلکې ښوونکی دی او د ریاست له خوا پیسې نه دي ورکړل شوې.
د یاد لیست له یوې بلې شمېرې سره د ګهیځ خبریال اړیکه ټېنګه کړه چې د ریاست په لیست کې د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د غازي آباد کلي امام مولوي عبدالمالک ښودل شوی دی، خو د ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې نوموړی وایي چې دی عبدالله نومېږي او د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی وایي چې:” وروره زه چوکېدار یم امام نه یم”.
په دغه لېست کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ځینې رسمي مامورین هم شامل دي؛ لکه: قاري روح الله د عطاالله زوی چې د لېست په (۴۹۶) شمېره کې یې نوم دی، خو نوموړی یې نه مني چې پیسې دې یې اخیستي وي.
همدارنګه مولوي فیضان الله د بصرام کلي امام ښودل شوی دی حال دا چې نوموړی د ارشاد، حج او اوقافو ریاست رسمي مامور دی.
په ولسوالیو کې د ملا امامانو جعلي نومونه:
بل خواته د لغمان ولایت د پنځو ولسوالیو مدني فعالان د ارشاد، حج او اوقافو ریاست دا ادعا ردوي چې کواګې د دوی د سیمې ملاامامانو ته دې یې روپۍ ورکړې وي. جابر الکوزی د علینګار د ځوانانو شورا رئیس، قاري محمود د دولت شاه ولسوالۍ مدني فعال، دل آغا رحماني د قرغیو ولسوالۍ د ځوانانو رئیس، ملک بمبار د بادپښ ولسوالۍ ملک او محمد موسی صافی د الیشنګ ولسوالۍ د ځوانانو سرپرست رئیس هغه مدني فعالان دي چې، د ګهیځ خبریال ورسره اړیکه نیولې ده خو دوی ټولو د یاد ریاست خبرې رد کړې دي.
د الیشنګ ولسوالۍ مدني فعال او د ځوانانو سرپرست رئیس موسی ساپی، په یاد لېست کې د خپلې ولسوالۍځینې نومونه راپه ګوته کوي چې دده په خبره عام کلیوال دي خو د الیشنګ ولسوالۍ د ارشاد، حج او اوقافو مدیر مولوي مقیم هغوی د خپلوۍ په اساس په دغه لېست کې شامل کړي دي، یاد اشخاص په لېست کې د بېلابېلو کلیو امامان ښودل شوي دي خو، موسی صافی یې هویت بل ډول ښیي:
۱- مولوي امان الله په لېست کې د کنجوڼ کلي امام ښودل شوی دی خو، د محمد موسی صافي په خبره نوموړی ملا نه دی
۲ – مولوي عبدالشکور د منجان کلي امام ښودل شوی خو نوموړی سپین ږیری سړی دی، د مدیر د عمه خاوند دی او امامت نلري.
۳- قاري رفیع الله د شمرام کلي امام ښودل شوی دی خو نوموړی په قرغیو کې ژوند کوي او له الیشنګ سره تړاو نه لري.
۴- مولوی عبدالحنان د شکرمان کلي امام ښودل شوی دی پداسې حال کې چې نوموړی یو سپین ږیری او ضعیف سړی دی چې په بستر پروت دی.
۵ – مولوي عبدالهادي چې د شمرام کلي امام ښودل شوی دی خو نوموړی په کابل کې ژوندی کوي او د مدیر خپل دی.
۶- مولوي عبدالله جان د شکرمان امام ښودل شوی دی خو نوموړی درې میاشتې کېږي چې مړ شوی دی پخوا په ښوونځي کې تحویل دار ؤ.
۷- مولوي نعیم الله د شکرمان امام ښودل شوی دی، خو د موسی په خبره، پایکوټ دی، کلي کې شولې بټۍ کوي، امام نه دی.
۸- مولوي لطیف الله د شکرمان امام ښودل شوی دی خو، د موسی په خبره یاد کس د ملي اردو سرباز دی، هرات کې دنده لري، کور یې کابل کې دی، لس کاله وړاندې له شکرمان څخه کډه شوی دی.
۹- مولوي عبدالوارث د قلعه ټک کلي امام ښودل شوی دی پداسې حال کې چې هلته بل څوک امام دی.
۱۰- مولوي احسان الله د شکرمان امام ښودل شوی دی خو نوموړی په ښوونځي کې ښوونکی دی او هېڅ امامت نلري.
۱۱- مولوي سميع الله د شمرام امام ښودل شوی دی پداسې حال کې چې نوموړی امام نه دی.
۱۲- مولوي فیض الله د شکرمان امام ښودل شوی دی پداسې حال کې چې نوموړی په ایران کې کاروباري دي.
۱۳- مولوي عبدالقاهر د شمرام امام ښودل شوی دی اما شمرام کې په دې نوم هېڅ امام نشته.
۱۴- مولوي شمس الرحمان د هروړې کلي امام ښودل شوی دی په داسې حال کې چې یاد شخص په الیشنګ کې اوسېږي او د هروړې امام مولوي عزت نومېږي.
۱۵ – مولوي فضل الرحیم د شکرمان امام ښودل شوی دی خو یا د شخص څلور کاله وړاندې مړ شوی دی.
بل اړخ ته د لغمان ولایت په کچه د کورونا لپاره د ځانګړې شوې بودیجې د مصرف د نظارت کمېټې څخه یوه تن د نوم نه ښودلو په شرط ګهیځ ته وویل چې: “د حج او اوقافو ریاست د جوړ شوي پلان مطابق باید هر یوه دیني عالم ته (۱۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې وی خو دوی زموږ په نه شتون کې هر یوه ته(۵۰۰) افغانۍ ورکړې وې ځکه موږ بیا په دغه لېست کې د مصرف د تأیید امضا هم ونکړه.”
د حج او اوقافو ریاست بیا څه وایي؟
خو ددې ټولو سره بیا هم د لغمان ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس سید نجیب الله هاشمي بیا وایي چې د دوی د احصایې له مخې په ټول لغمان کې (۲۱۰۰) جوماتونه شتون لري او ممکن تر (۲۰۰) نور واړه مسجدونه هم شتون ولري کوم چې دوی ته معلوم نه دي.
نجیب الله هاشمي وایي چې د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه د لغمان ولایت لپاره ټولې (۲۰) میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې چې د هغې له جملې څخه یې (۵۰۰۰۰۰) افغانۍ د ارشادحج او اوقافو ریاست په واک کې ورکړل شوې تر څو یې په تبلیغاتو ولګوی.
نوموړی زیاتوي چې (۱۰۰۰) تنو ملا امامانو او خطیبانو ته یې د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه په خپلو مربوطه مسجدونو کې خلکو ته د صحي لارښوونو د بیان په موخه د في کس په سر (۵۰۰) افغانۍ ورکړې دي، خو په ورته وخت کې د مهترلام ښار د یو مشهور او تاریخي جامع جومات امام، د نوم نه ښودلو په شرط ګهيځ سره په مرکه کې دغه شمېره (۶۰) تنه ښیي.
نوموړی چې له یاد ریاست سره د امام په حیث رسمیات لري مني چې روپۍ یې اخیستي دي خو زر افغانۍ نه، بلکې ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
دغه ملا امام وایي چې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست لخوا یوازې شپېتو تنو امامانو ته پیسې ورکړل شوې چې في نفر ته(۵۰۰) افغانۍ وې.
اما د لغمان د ارشاد حج او اوقافو رئیس سید نجیب الله هاشمي په هېڅ وجه دا نه مني چې کوم عالم دې له یادو روپیو بې برخې پاتې شوی وي. نوموړی وایي: “ددې خبرې هېڅ تصور نشي کېدای، هېڅ داسې عالم به پیدا نشي چې زموږ لخوا ورته روپۍ نه وي ورکړل شوې، بلکې موږ له خپلو شخصي امکاناتو هم ورسره مرسته کړې ده.”
دغه پروسه په الینګار، بادپښ او دولت شاه کې نه ده ترسره شوې، د الیشنګ ولسوالۍ د مرکزي جومات امام مني چې د ریاست لخوا علماوو ته سیمینارونه او نغدي مبلغ برابر شوي وو خو، وایي چې ما پکې ګډون نه درلوده او نه له دې خبر یم چې، څومره روپۍ في نفر ته ورکړل شوې دي.
د قرغیو د مرکزي جومات امام هم مني چې، شاوخوا (۸۰) تنه علماوو ته هر نفر ته (۵۰۰) روپۍ ورکړل شوې دي. د ګهیځ د پلټنو په اساس په ټول لغمان کې (۱۴۰) تنه علماوو ته د في کس په حساب (۵۰۰) افغانۍ ورکړل شوي دي، چې ټولې (۷۰۰۰۰) افغانۍ کېږي، د یاد ریاست د رئیس د ښودل شوي شمېر په اساس د (۸۶۰) علماوو حق خوړل شوی دی چې ټولې یې (۴۳۰۰۰۰) افغانۍ کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس