معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په دولتي ادارو کې د فساد له امله د ننګرهار زرګونه لوستي ځوانان بې کاره دي

په دولتي ادارو کې د فساد له امله د ننګرهار زرګونه لوستي ځوانان بې کاره دي

په دولتي ادارو کې د فساد له امله د ننګرهار زرګونه لوستي ځوانان بې کاره دي

راپور: شریف الله شهزاد

په ننګرهار ولایت کې یو زیات شمېر هغه ځوانان چې په بېلابېلو پوهنځیو کې یې زده کړې بشپړې کړې، وزګار دي او تور لګوي چې په دولتي دستګاه کې فساد د دوی د وزګارتیا لامل دی.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال په ننګرهار کې له بېلابېلو خصوصي او دولتي پوهنتونونو څخه د هېواد د ختیځو ولایتونو شا او خوا شپږزره تنه محصلین په مختلفو رشتو کې فارغیږي، خو دولت د دغو کسانو د جذب په برخه کې پاتي راغلی دی.
جواد چې د ننګرهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي څخه فارغ دی او د دندې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی د دې ټولو ستونزو اصلي عامل حکومت ګڼي او وايي چې د دندې د پیداکولو لپاره یې ډېرې هڅې کړې دي خو بیا هم د دندو په اخیستلو نه توانیږو.
نوموړی وایی: “دلته یو سیسټم دی، که ستا نه د رشوت اخیستلو مستقیما غوښتنه ونکړي، نو ځینې لارې چارې دي، چی تا مجبوروي تر څو رشوت ورکړې، ډېری ځوانان چې په ډېرو سختیو سره یي لیسانس تکمیل کړی، وړتیا لري، استعداد لري، کله چې د هغوی څخه د رشوت غوښتنه کېږي نو هغوی خپلو هیلو ته نه رسېږي، زما په شمول د زرګونو ځوانانو څخه د رشوت اخیستلو غوښتنه شوې تر څو دنده ورکړي.”
د جواد په وینا په حکومت کې فساد، د کاري فرصتونو کموالی او پر واک کې د یوې ځانګړې کړۍ شتون د دې لامل شوی چې دولتي پوستونو کې واسطه لرونکي کسان په دندو ګومارل شوي چې له وجې يي ورځ تر بلې زموږ په هېواد کې ستونزي زیاتیږي.
بل خوا د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست دا مني چې په ننګرهارکې ډېر شمېر لوستي او نا لوستي ځوانان بې کاره دي خو دا چې د دغو ځوانانو تعداد څومره دی د کره شمېر په اړه يې خبر نلري. دوی وايي پدې اړه یوې څېړنې او سروې ته اړتیا ده چې په ننګرهار ولایت کې څومره ځوانان بې کاره دي او دا سروې به په راتلونکې کې به د دې ریاست له لورې تر سره شي.
د کار او ټولنیزو چارو ریاست د کار د برخې امر انجینیر رسول ګل(فقیر) وایي بیکاري یوه هېواد شموله مسأله ده چې په ټول هېواد کې ترې خلګ ځورېږي، نوموړی زیاتوي چې د دولت کم تشکیل د دې لامل شوی چې زیات شمېر ځوانان بیکاره پاتې او بهرنیو هېوادونو ته په تګ مجبوره شي. ښاغلی فقیر وایي چې تر اوسه پورې د کاري فرصتونو د ایجاد لپاره کوم پلان نلري.
ښاغلی فقیر وایي چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې په ننګرهار ولایت کې کار او ټولنیزو چارو ریاست ۸۷۱ تنو کورنیو او بهرنیو وګړو ته د کار د قانون له مخې د کار جواز ورکړی، چی له ډلې يي په لوړو زده کړو وزارت کې ۱۱۶ تنو نارینه او ۱۳ تنه ښځینه وو ته، د مسلکي تعلیماتو په ریاست کې ۹ تنو نارینه او دوه تنو ښځینوو ته، د غیر مسلکي تعلیماتو په ریاست کې اته تنو نارینه او یوې مېرمنې ته مو کار جوازونه ورکړي دي.
نوموړی همدا راز وايي په خصوصي سکتور کې يي هم ۳۴۶ تنو نارینه او ۱۲۱ ښځینو ته د کار جوازونه ورکړي دي.
بل اړخ ته د ختیځ زون د ځوانانو د ملي یووالي ټولنې ویاند فضل الله واحدي وایي: د يوې سروې له مخې په هېواد کې نهه ميليونه وګړي د کار شرايطو ته برابر دي خو حکومت يې په استخدام کې پاتې راغلی دی.
نوموړی زیاتوي چې کارموندنه په افغانستان کې له زده کړو هم ستونزمن کار دی او حکومت يې له دومره امکاناتو سره د استخدام په پروسه کې پاتې راغلی، ځکه یوازې په تېر ۲۰۱۹ م کال کې حکومت (۶۵۰۰) وګړو ته د کار زمينه برابره کړې په داسې حال کې چې هر کال لسګونه زره ځوانان د لوړو زدکړو څخه فارغيږي او د فراغت سند لاس په لاس په اداراتو ګرځي چې که کار پیدا کړي.
سمیع الله احمدي د ننګرهار ولایت د ځوانانو چارو سرپرست آمر د ځوانانو بیکارۍ مني خو وایي چې دوی ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې خپلي هڅې کړي دي. نوموړی وايي: د ځوانانو تر منځ د همغږۍ د راوستلو او د دوی د ظرفیت لوړونې لپاره ورکشاپونه لرو، چی هره ورځ د لسو څخه تر پینځه لسو پورې نارینه او ښځینه پکې برخه اخلي)).
د نوموړي پر وینا تر اوسه پورې يي ډېر ځوانان په روغتونونو، ښوونځیو او انسټیټیوټونو کې په دندو ګمارلي دي، همدارنګه د لیسانس ځوانانو د بیکارۍ د کمولو لپاره يي د مؤسساتو د رئیسانو او انسټیټیوټونو رئیسانو سره لیدلي تر څو په بېلابېلو برخو کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
سمیع الله حیات چې د ننګرهار ولایت د ځوانانو چارو سرپرست آمر دی وايي په خپل مسلک کې د ځوانانو کم ظرفیت هم د دې لامل شوی چې ورځ تر بلې د بې کارۍ کچه لوړه شي. نوموړی زیاتوي چې ډېر داسې ځوانان شته چې تش په نوم له پوهنتون څخه فارغیږي او له فراغت وروسته بیا د دندې تر سره کولو وړتیا هم نلري.
عابدالله واثق چې د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د ننګرهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د ارواپوهنې څانګې څخه فارغ شوی، نوموړی چې اوس مهال د یوې ادارې سره په رواني او ټولنیزه برخه کې کار کوي وايي چې: د پوهنتون نصاب مو په داسې شکل جوړ شوی چې د کار له بازار سره هېڅ اړخ نه لګوي، زمونږ د پوهنتون نصاب په هغه کچه یو ځوان نشي روزلی په کومه کچه چې د کار بازار د یو ځوان څخه طمعه لري.
نوموړی زیاتوي په دولتي ادارو کې موجوده بیروکراسي او د وړتیا او استعداد پر ځای د اړیکو پر اساس استخدام د دې لامل شوی، چې اکثریت ځوانان بې دندو پاتي شي.
بل لور ته د ننګرهار پوهنتون مسؤولین چې هر کال ترې په زرګونه ځوانان له بېلابېلو څانګو فارغیږي ادعا کوي چې دوی د څلور کلنو زده کړو په پای کې د دې پوهنتون محصلین بېلابېلو ادارو ته ور پېژني تر څو په عملي برخو کې يي ستونزې راکمې او د کار بازار د اړتیا مطابق محصلین وروزي.
د ننګرهار پوهنتون رئیس دوکتور خلیل احمد بهسودوال په دې اړه وايي: “د هر محصل د تحصیلي دورې په وروستي کال کې محصلین په عام ډول د هېواد ټولو اداراتو ته او خاصتاً ننګرهار ولایت مختلفو ریاستونو ته د عملي زده کړو لپاره معرفې کوو ځکه ننګرهار پوهنتون له اکثرو ذیدخلو ریاستونو سره رسمي توامیتونه لري.”
نوموړی وایي د ننګرهار ولایت د اداري اصلاحاتو ریاست لخوا مو د ورځنیو او شپنیو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو د محصلینو لپاره د کار موندنې سیمینارونه جوړ کړي دي، چې زمونږ محصلین هلته هم د کارموندنې مهارتونه زده کوي.
ښاغلی بهسودوال زیاتوي چې دننه په ننګرهار پوهنتون کې د محصلانو د انسجام آمریت تر چتر لاندې، د وروستي کال محصلانو ته د کارموندنې مختلف خدمات وړاندی کېږي.
د ننګرهار پوهنتون د رئیس په خبره چې د حقوقو پوهنځي حقوقي کلینیک هم د عملي کار او ظرفیت لوړونې په برخه کې خدمات وړاندي کوي او د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځی په خپل چوکاټ کې یو کادري روغتون لري چې د طب پوهنځي د محصلینو د عملي زده کړو لپاره زمینه سازي کوي او داسې نور.
نوموړی همدا راز زیاتوي چې د ننګرهار پوهنتون د شپږو پوهنځیو نصاب نوی شوی او د کاري بازار سره اړوند مسایل پکې په نظر کی نیول شوي دي، او د پاتې پوهنځیو نصاب هم د لوړو زده کړو په وزارت کې تر کار لاندې دی، چې په راتلونکې کال کې به دا هم نوی شي.
له دې ټولو سره سره د لیسانس دورې څخه د فارغو ځوانانو د بې کار‎ۍ د له منځه وړلو لپاره د دولت له اړخه د یوې ځانګړې تګلارې نه شتون، د استخدام په پروسه کې د ځوانانو څخه د پیسو اخیستل، اداري بیروکراسي او د مسلکي کادرونو نه په سالمه توګه نه روزل، هغه څه دي چې د یادو ټولو ستونزو اساس ګڼل کېږي، ځوانان وايي که چېرې یادو شویو برخو ته د حل لاره و نه موندل شي د ځوانانو ستونزي به له دې هم زیاتي شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس