معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پنجشېر کې په ۱۵ ځل څه باندې ۲ زره قیراطه زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې په ۱۵ ځل څه باندې ۲ زره قیراطه زمرد وپلورل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۲   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د کانونو او پټروليم رياست مسوولینو ویلي، چې نن یې د دغه ولايت له کانونو څخه تازه استخراج شوي زمرد وپلورل.

د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رييس محمد قاسم اميري ویلي، چې د ۱۵ ځل لپاره د هېواد پر سوداګرو ۲ زره ۵۴۷ قيراطه زمرد د ۹۴ زره ۸۰۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل.

امیري زیاته کړې، چې تر دې وړاندې هم په ۱۴ ځل څه کم ۷ زره قیراطه زمرد د څه باندې ۲۱۷ زره ډالرو په ارزښت پلورل شوي وو.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس