معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پر غزې د اسراییلی اشغالګرو له برید ۵ میاشتې واوښتې

پر غزې د اسراییلی اشغالګرو له برید ۵ میاشتې واوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب   ۱۶   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏پر ‎غزې نن د اسرایلو اشغالګرو د برید ۱۵۲ مه ورځ ده.

د خبر پر بنسټ، صهیونستي رژیم د دغو ورځو په ترڅ کې د غزې تړانګې پر بېلابېلو برخو درانه بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ګڼ بې دفاع ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، تر دا مهاله دغو بریدونو کې د ټولو شهیدانو شمېر ۳۰ زره ۶۳۱ او د ټپیانو شمېر بیا ۷۲ زره ۴۳ تنو ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو او د نړۍ د ډېری هېوادونو له غوښتنې سره – سره بیا هم اسرایلي اشغالګرو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس