معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پر ا.ا د ډېورنډ د فرضي کرښې په رسمیت پېژندو باور نشي کېدای

پر ا.ا د ډېورنډ د فرضي کرښې په رسمیت پېژندو باور نشي کېدای

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومي ۱۴مه) له کله نه چې اسلامي امارت پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړې دوه ځل د دوی د پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني پوځیانو تر منځ د ډیورنډ کرښې پر سر شخړه رامنځ ته شوې.
د پاکستان اکسپرېس ټربیون رسنۍ راپور ورکړی دی چې پر طالبانو باور نشي کېدای د ورځپاڼې په باور ځکه چې، طالبان ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي پولې په توګه نه پېژني.
ورځپاڼې زیاته کړې، چې پاکستان ته پکار دي څو له دې وروسته پر افغان طالبانو باور و نه کړي او له ملاتړه یې لاس واخلي.
ورته مهال پاکستاني چارواکو ویلي چې پر ډیورنډ فرضي کرښه باندې د اغزن سیم پر سر د رامنځته شوې تازه ستونزې په اړه یې خپله ژوره اندېښنه په لوړه کچه د اسلامي امارت له چارواکو سره شریکه کړې ده.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې ده چې ښیي یو شمېر امارتي سرتېري په ننګرهار کې پر ډیورنډ فرضي کرښه باندې د پاکستان له لوري لګول شوی اغزن سیم ټولوي او د سیم لپاره لګول شوې ستنې وباسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس