معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پر افغانستان د شوروي یرغل له ورځې سره سم اسلامي امارت له نړۍ سره د ښو اړیکو پر جوړولو ټینګار کړی

پر افغانستان د شوروي یرغل له ورځې سره سم اسلامي امارت له نړۍ سره د ښو اړیکو پر جوړولو ټینګار کړی

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۶مه) پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د یرغل دوه څلوېښتمه کالیزه ده.
له نن څخه ۴۲ کاله مخکې د ۱۳۵۸ کال د مرغومي پر ۶مه د شوروي د پوځ لومړني قطعات د هېواد په شمال کې د حیرتانو د بندر له لارې د افغانستان خاورې ته ننوتل او پر افغانستان یې یرغل وکړ.
د افغانستان اسلامي امارت په همدې مناسبت په خپره کړې خبرپاڼه کې وايي، چې دوی د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې بل چا ته هم اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او حقونه یې تر پښو لاندې کړي.
خبرپاڼه دغه راز زیاتوي، افغانان د سوله غوښتونکي ولس په توګه له ټولو هېوادونو سره د اسلامي او نړیوالو اصولو په چوکاټ کې غواړي ښې اړیکې ولري.
اسلامي امارت له ټولو هېوادونو غوښتي چې له دوی سره د ښو او پیاوړو اړیکو په جوړولو کې مثبت رول ولوبوي، تر څو له جګړو را پاتې ناخوالې او بې باورۍ له منځه لاړې شي.
په خبرپاڼه کې پر دې هم ټینګار شوی چې، اسلامي امارت له نړۍ سره داسې اړیکې غواړي چې، هیچاته په کې د ضرر احتمال نه وي او د ملتونو د ازادۍ حق په کې خوندي وي.
اسلامي امارت په خپله خبرپاڼه کې د شوروي یرغل پر وړاندې د افغان ولس له جهاد او مبارزې ستاینه کړې.
د ۱۳۵۸ لمریز کال د مرغومي په شپږمه پخواني شوروي اتحاد د ځمکې او هوا له لارې د افغانستان پر خاوره پوځي برید وکړ.
د څېړنو له مخې په افغانستان کې د پخواني شوروي د لښکرو شاوخوا د یوې لسیزې شتون نژدې یو میلیون افغانان شهیدان او لږ تر لږه ١۴ زره شوروي سرتیري ووژل او په زرگونو نور یې ټپیان، معیوب او معلول کړل. همداشان دغې جگړې په میلیونونو افغانان د هیواد پریښودلو ته اړ کړل.
په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد جگړې لس کاله دوام وکړ او سرې لښکرې په ۱۹۸۹ میلادي کې له افغانستان څخه ووتلې، خو د افغانانو او روسي پوځیانو پر جسم، روح او روان باندې یې پراخ فزیکي او روحي علایم پریښول.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس