معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پر افغانستان بندیزونه؛ واشنګټن پوسټ وايي د پای ته رسولو غوښتنې یې ډېرې شوي دي

پر افغانستان بندیزونه؛ واشنګټن پوسټ وايي د پای ته رسولو غوښتنې یې ډېرې شوي دي

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۳۰مه) په افغانستان کې له اقتصادي ستونزو سره هم مهاله پر بايډن او امریکايي حکومت د بندیزونو د لرې کولو لپاره فشارونه ډېر شوي دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د امریکا د کانګرس ګڼ شمېر غړو، په امریکا کې د بشري حقونو فعالو بنسټونو او ځینې ادارو په جلا لیکونو کې د بایډن له ادارې پر افغانستان د اقتصادي فشارونو د کمولو غوښتنه کړې ده.
سرچینه کاږي پر بایډن فشارونه ډېر شوي او ښایي دې ته اړ کړل شي چې د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي او یا هم پر نورو لارو چارو غور وکړي.
له کله نه چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک ته ورسېد د بايډن ادارې پرېکړه وکړه چې د دغه هېواد شاوخوا ۹ میلیارده ډالر پانګه کنګل کړي.
دې چارې د افغانستان په اقتصادي چاپېریال کې بې باوري رامنځ ته کړه، چې نه یوازې د پانګو د تېښتې سبب شوه بلکې په هېواد کې یې اقتصادي کړکېچ ته لار پرانسته.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس