معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د بې اسناده کډوالو د اوسېدو موده تر مارچ میاشتې غځولې

پاکستان د بې اسناده کډوالو د اوسېدو موده تر مارچ میاشتې غځولې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پنجاب صوبایي حکومت په پاکستان کې د مېشتو بې اسناده کډوالو په اړه مهمه پرېکړه کړې ده.

د جیو نیوز د سرچينو له مخې صوبایي حکومت د ١٣ لکه بې اسناده کډوالو د اوسېدو مودې د غځولو منظوري ورکړې ده.

سرچينې زياته کړې، چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د روان زېږدیز کال تر مارچ میاشتې پورې غځول شوې ده.

د سرچينې په وينا، پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د افغان حکومت په غوښتنه غځولې ده، خو په ورته مهال ځینو نورو پاکستاني رسنیو بیا راپور ورکړی، چې د روان زېږدیز کال د فبرورۍ تر ۲مې نېټې له پاکستانه د بېرته ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر ۴ لکه ۸۱ زره ۲۵۶ ته رسېدلی او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس