معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان د ایران په سیستان او بلوچستان هوایي بریدونه کړي

پاکستان د ایران په سیستان او بلوچستان هوایي بریدونه کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۸ مه نېټه):

وروسته تر هغې چې ایران د پاکستان په بلوچستان کې د جیش العدل نومې وسلوالې ډلې پر دوو مرکزونو توغندیز بریدونه وکړل، تازه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ایران په سیستان بلوچستان سیمه کې یې ځواکونو پر ترهګریزو مرکزونو بریدونه کړي.

پاکستان بهرنیو چارو وزارت په وینا دې بریدونو کې یو شمېر ترهګر وژل شوي دي، خو کره شمېره یې نه ده په ډاګه کړې.

دغه بریدونه نن پنجشنبه سهار وختي شوي، چې د پاکستاني لوري په وینا د ترهګرو ځانګړي پټنځایونه په کې په نښه شوي دي.

پاکستان دغه استخباراتي عملیاتو ته د “مرګ بر سرمچار” نوم ورکړی دی.

ایران لا تر دې دمه د دې بریدونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس