معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان دې د خپلې ناامنۍ پړه پر افغانستان نه اچوي

پاکستان دې د خپلې ناامنۍ پړه پر افغانستان نه اچوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۳ مه نېټه):
افغان حکومت د پاکستان پر وروستیو تورونو یو وار بیا تند غبرګون وښوده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د پاکستاني وزیرانو هغه تورونه غندلي او بې ځایه یې بللي، چې ګوندې پر پاکستاني پوځیانو برید کوونکي افغانستان کې پټنځایونه لري.
متقي ویلي، چې پاکستاني وزیران دې د خپل بام واورې په بل بام نه غورځوي.
بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني لوري غوښتنه کړې، چې پېښور کې د شوي ځانمرګي برید دقیقه پلټنه وکړي، ځکه د ده په خبره دا هېڅ امکان نه لري چې یو بم یا ځانمرګی دې دومره ډېر تلفات او تخریب وکړي.
تر دې څرګندونو وړاندې د پاکستان د کورنیو او دفاع وزیرانو څو وار خپله خاوره کې د نا امنۍ پړه پر افغانستان اچولې وه.
د تېرې سې شنبې ورځ هم د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پارلمان ته د ناامنیو د زیاتوالي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې پاکستاني طالبان د امریکا پر ضد جګړه کې د افغان طالبانو ملاتړ کړی و، چې اوس افغان طالبان د پاکستاني طالبانو په ملاتړ دغې ډلې ته خپل پور ور ادا کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس