معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان خپل هوايي شرکت “PIA” د ونډو په بازار کې پلوري

پاکستان خپل هوايي شرکت “PIA” د ونډو په بازار کې پلوري

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۵مه نېټه):

د ګهبځ نیوز د خبر له مخې په پاکستان کې د خصوصي کولو کمېسیون ویلي، چې د دغه هېواد زیانمن ملي هوايي شرکت “PIA” د اسهامو په بازار کې خرڅلاو ته وړاندې کیږي.

د خصوصي سازۍ د کمېسیون دا اقدام د پیسو نړیوال صندوق له خوا په پاکستان کې د مالي اصلاحاتو د غوښتنې په اساس کیږي.

د پاکستان نړیوال هوايي شرکت “PIA” تراوسه په میلیاردونو پاکستانۍ روپۍ تاوان کړی او د خصوصي کولو کمېسیون پانګه اچوونکو ته د دغه شرکت له ۵۱ څخه تر ۱۰۰ سلنې ونډې د پېرلو لپاره د وړاندیزونو سپارلو ته د مې میاشتې درېیمې نېټې پورې وخت ټاکلی دی.

د پاکستان PIA شرکت د هوايي چلند یوازې ۲۳ سلنه جوړوي، په داسې حال کې چې د منځني ختیځ هوايي شرکتونه د دغه مارکیټ ۶۰ سلنه برخه جوړه کړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس