معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان او چین افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه خبرې کړي

پاکستان او چین افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان او لویدیځې آسیا په چارو کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت سکرتر رحیم حیات قریشي د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاو‌یوینګ سره لیدلي دي.

د خبر پر بنسټ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د یو سوله‌ ییز او باثباته افغانستان لپاره پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی او د سیمې د ثبات لپاره یې د همغږۍ زیاتوالی اړین بللی دی.

دوی په دې لیدنه کې د سیمې سولې، ثبات او هوساینې لپاره د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ونډه هم اړینه یاده کړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس