معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان او ایران د ناندریو په راکمولو هوکړه کړې

پاکستان او ایران د ناندریو په راکمولو هوکړه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۳۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د ټیلیفون له لارې د ناندریو په راکمولو هوکړه کړې ده. خبرپاڼې د پاکستان د لنډمهالي بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني په حواله لیکلي، چې پاکستان له ایران سره د متقابل باور او همکاریو پر بنسټ ګډ کار ته چمتو دی.

د خبرپاڼې له مخې، جلیل عباس جیلاني او حسین امیر عبداللهیان د دواړو هېوادونو سفیرانو پر ورګرځېدا هم خبرې کړي دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت هم د اعلامیې خپرولو سره وايي، امیر عبدالهیان هم د جیلاني د دې خبرو غبرګون کې ویلي، پکار ده چې د تېر په څېر په امنیتي او نظامي برخه کې همکاري په جدیت سره تعقیب شي.

د نوموړي په خبره، د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د بریدونو د شنډولو او د دوی د ځالو د لمنځه وړلو لپاره د تهران او اسلام اباد همکاري مهمه ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس