معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وروستیو اورښتونو او سړې هوا سرپل او کندوز کې زرګونه څاروي تلف کړي

وروستیو اورښتونو او سړې هوا سرپل او کندوز کې زرګونه څاروي تلف کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپل او کندوز ولایت ځايي چارواکو ویلي، چې د وروستیو اورښتونو او سړې هوا له امله په دغو دوو ولایتونو کې څه باندې ۸ زره څاروي له منځه تللي دي.

 د خبر پر بنسټ، مسوولینو زیاته کړې چې د دغو دوو ولایتونو په دښتو کې د ګیرپاتې کسانو او څارویو د ژغورلو لپاره د مرستې رسونې بهیر یې پېل کړی او تر اوسه یې په سلګونه تنه له څارویو سره یوځای ژغورلي دي.

 د سرپل ولایتي ادارې ويلي، یوازې د دغه ولایت په ۲ ولسوالیو کې څه باندې ۸ زره څاروي له‌ منځه تللي دي. 

  وروستیو اورښتونو او سړې هوا د هېواد په نورو ولایاتو کې هم خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس