معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نږدې راتلونکې کې به هېواد کې د ټاپي پروژې چارې پيل شي

نږدې راتلونکې کې به هېواد کې د ټاپي پروژې چارې پيل شي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب   ۱۶   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوي د ترکمنستان د رهبر په ګډون د دغه هېواد له یو شمېر مسوولینو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو د پياوړتیا په اړه خبرې کړي.

د خبر پر بنسټ افغان لوري ویلي، چې دواړه لوري له یو بل سره همکارۍ ته ژمن دي او زیاتوي، چې ډېر ژر به د ټاپي پروژې عملي چارې هم پيل شي.

افغان سوداګر له ترکمنستان سره سوداګریزه راکړه – ورکړه مهمه بولي او تېره ورځ یې د دغه هېواد د خامو موادو په ځانګړې توګه د نفتو په داوطلبۍ کې هم ګډون کړی وو.

په ورته مهال افغان سوداګر چې افغان ترکمن نندارتون کې یې خپل تولیدات نندارې ته ایښي وايي، هیله مند دي چې ترکمنستان به د افغانستان له تولیداتو څخه ګټه واخلي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس