معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلېږي

نن د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلېږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۷   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن مازدیګر ۴ بجې د یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه پیلیږي.

د خبر پر بنسټ، د یادې لوبلړۍ د تمریناتي کمپ په وروستۍ ورځ د افغان لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په یوه رسنیز کنفرانس کې رسنیو ته د خپلې لوبډلې د چمتوالي ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د شارجه په لوبغالي کې یې لوبډلې ډېرې سیالۍ ترسره کړي.

د ده په وینا د لوبغالي کنډېشن به له دوی سره ډېره مرسته وکړي، چې ښې لوبې ترسره کړي.

نوموړي د لوبډلې وروستیو ماتو ته په اشارې سره ویلي، همدا یې د لوبډلې سختې شېبې دي او افغانان یې باید په همدې وخت کې ملاتړ وکړي، څو یو وار بیا د نړیوال جام په څېر پیاوړې سیالۍ وکړي.

د افغانستان او ایرلنډ تر منځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه د روانې مارچ میاشتې په۹مه او درېیمه هغه بیا د همدې میاشتې په ۱۲مه نېټه ترسره کیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس