ننګرهار کې به سږ کال له ۵۹ زره هکتاره ځمکو ۱۷۵ زره ټنه غنم ترلاسه شي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۲ مه نېټه)

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن ویلي، سږ کال په دې ولایت کې ۵۹ زره ۳۹۶ هکتاره ځمکه د غنمو کرلو لپاره ځانګړې شوې، چې له دې ځمکو څخه به ۱۷۵ زره ۳۹۰ متریک ټنه غنم ترلاسه شي.

محسن زیاته کړې، د کرنې ریاست د ۲۲ ولسوالیو له ۴۶ زره ۵۲۱ بزګرانو سره د همکارو موسسو په ملاتړ د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې هم کړې، څو بزګران ښه حاصلات تر لاسه کړي.

د کرنې رییس زیاته کړې، موخه یې د بزګرانو لپاره غوره خدمات وړاندې کول دي، څو هغوی وکولای شي په خپلو کروندو کې د کېفیت او کمیت له پلوه ښه غنم تولید کړي.

نوموړي زیاته کړې، د تېرو ۱۱ میاشتو په اوږدو کې یې د ننګرهار اړوند ولسوالیو ۱۲۵ زره ۴۱۰ بزګرانو ته د غله جاتو، مېوه جاتو، سبزیجاتو، صنعتي او تیلي نباتاتو په برخو کې عامه پوهاوی ورکړی او دا چاره به د ترویج مامورینو او مسلکي کارکوونکو له لوري دوام ومومي.

محسن همداراز ویلي، چې د ۱۴۴ زره افغانیو انکشافي بودیجې په مرسته یې ۹ ولسوالیو کې ۲۱ جریبه نمایشي قطعات جوړ کړي، څو بزګران وکولای شي عملي تجربې ترلاسه او د نويو کرنیزو طریقو زده‌ کړه وکړي.

د کرنې او اقتصادي کارپوهانو په باور که د کرنې ریاست دغه هڅې دوام وکړي، نو ننګرهار به ډېر ژر د غنمو تولید له پلوه ځان بسیا، د بزګرانو اقتصادي وضعیت به ښه او دغه ولایت ته به د غنمو واردات کم شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-105772299284903/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *