معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د څېړنیز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې

ننګرهار پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د څېړنیز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۵ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه علمي څېړنیز مرکز د جوړېدو پرانېسته وشوه.

په دغې پرانېست غونډه کې چې د ننګرهار ولایت یو شمېر چارواکو هم برخه اخیستې وه، د پوهنتون مشرتابه او مسوولینو خوښي څرګنده کړه، چې د دې مرکز په جوړېدو سره به د څېړنې په برخه کې د زده کړیالانو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.

د ننګرهار پوهنتون د مسوولینو په وینا د علمي څېړنیز مرکز د نشتون له امله زده کړیالان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، چې د دې مرکز په جوړېدو سره به د ساینسي او زراعت برخو زده کړیالان له دغو ستونزو خلاص او خپلې څېړنې به په اسانۍ سره په کې ترسره کړي.

د څېړنیز مرکز لپاره دغه ودانۍ پر ۳۰۰ متره مربع ځمکه باندې د ځمکتل درلودو سربېره په درې پوړونو کې جوړیږي.

د دغې علمي مرکز د جوړېدو لګښت د شهید افسر خان کورنۍ لخوا ورکول کیږي.

د شهید افسر خان کورنۍ مشر حاجي باز محمد افسرزي ویلي، په ۱۵ میلیونه افغانۍ باندې د ودانۍ تر جوړېدو وروسته به نورې ۵ میلیونه افغانۍ د څېړنیز مرکز په اړینو وسایلو هم مصرف کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس