ننګرهار امنیې قومندانۍ سل کسیزه موټرسایکل سپره قطعه جوړه او په فعاليت يې پیل وکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ له لوري سل کسیزه موټر سایکل سپره قطعه فعاله شوه.

مسوولین وایي، دغه قطعه به د کورنيو چارو وزارت له ورکړل شویو موټر سایکلونو څخه په استفادې جلال آباد ښار او د دې ولایت په نورو سیمو کې د جرمونو مخنیوي او د امنیت لا ښه والي په موخه فعالیت کوي.

بل لور ننګرهار میشتي ولسونه دغه ډول هڅې د امنیت په ښه والي کې اغېزمن ګڼي، خو غوښتنه کوي چې باید په ټولو اړینو وسایلو سمبال او په ښه ډول فعالیت ترسره کړي.

 دا لومړی وار دی چې د هېواد په کچه د ننګرهار امنیې قومندانۍ له لوري دغه ډول قطعه په فعالیت پیل کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-105772299284903/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *