معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مولوي عبدالکبیر موقتاً د رییس الوزرا ځای ناستی ټاکل شوی

مولوي عبدالکبیر موقتاً د رییس الوزرا ځای ناستی ټاکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۷ نېټه):
آزادۍ راډیو د سرپرست افغان حکومت د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله خبر ورکری، چې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د ناروغۍ له امله نوموړي د موقت وخت لپاره له چارو رخصتي اخیستې او پر خپل ځای یې د چارو د پر مخ وړلو لپاره خپل سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ورپېژندلی دی.
دغې رسنۍ د مجاهد له خولې ویلي، چې ملا محمد حسن اخند اختر کې کندهار ته په رخصتۍ له تللو وروسته غوښتل چې د لرونکې نارړغۍ له امله رخصت وکړي، له همدې امله یې چارې خپل سیاسي مرستیال ته سپارلي دي.
وړاندې تر دې رسنیو داسې خبرونه خپاره کړل، چې غوندې د سرپرست افغان حکومت امیر مولوي عبدالکبیر د ریاست الوزرا د سرپرست په توګه ټاکلی دی.
د مولوي عبدالکبیر د دفتر د مطبوعاتو مشر محمد حسن حقیار افغان رسنیو له هغې ډلې پژواک اژانس ته تایید کړې چې د ملا حسن اخند د سختې ناروغۍ په سبب مولوي عبدالکبیر د موقت وخت لپاره د ریاست الوزرا کفیل مقرر شوی دی.
رسنیو راپور ورکړی چې د مولوي عبدالکبیر د مقررۍ په اړه د مشرتابه فرمان ټولو وزارتونو ته لېږل شوی دی.
ملا حسن اخند د اوسني حکومت له هغو رهبرانو یادیږي، چې تر ډېره یې د خپل امیر د فرمانونو تطبیق څاره.
مولوي عبدالکبیر چې تازه د موقت رییس الوزرا په توګه ټاکل شوی، د ګڼو بهرنیو او لوېدیځو ډیپلوماټانو او استازیو سره لیدنې کولې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس