معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ؛ اسلامي امارت ته نه ورکول کېږي

ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ؛ اسلامي امارت ته نه ورکول کېږي

ملګرو ملتونه په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته و نه سپارله.

ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱۱مه) د خپرو شوو راپورونو له مخې په ملګرو ملتونو کې د باور ورکولو کمېټې پرېکړه کړې چې د اوس لپاره په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته و نه سپاري.

په یاده کمېټه کې د روسیې، چین او امریکا استازي شامل دي او دوی د دغه دایمي استازو د څوکیو په اړه پرېکړه کړې ده.

ملګرو ملتونو د افغانستان تر څنګ د میانمار پوځي حکومت ته هم د دوی د دایمي څوکۍ له ورکړې ډډه کړې ده.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي، چې افغان لوري د دغه څوکۍ په ترلاسه کولو کې له روسیې مرسته غوښتې وه.

سهیل شاهین ویلي وو، له روسیې غواړي چې افغانستان ته په ملګرو ملتونو کې د دایمي څوکۍ د سپارلو په برخه کې همکاري وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس