معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو له اسراییلو غوښتي، چې غزې ته دې د بشري مرستو د ننوتلو اجازه ورکړي

ملګرو ملتونو له اسراییلو غوښتي، چې غزې ته دې د بشري مرستو د ننوتلو اجازه ورکړي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجارېک تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې نیوکه کړې، چې د اسراییلو له لوري د خوراکي توکو او حیاتي مرستو د غزې تړانګې ته د رسېدو مخه نیول کېږي.

نوموړي د اسراییلو له حکومت غوښتي، چې سمدستي دې د بشري مرستو د بندیز لړۍ پای ته ورسوي.

د نوموړي په وینا غزه کې څه باندې ۲ میلیونه فلسطینیان د خوراکي توکو، درملو او برېښنا له سخت کمښت سره مخ دي او دا حالت ورځ تر بلې د انساني ناورین لور ته روان دی.

د راپورونو له مخې، اسراییلو نږدې لس ورځې وړاندې د غزې پر تړانګې د بشري مرستو د ننوتلو بندیز لګولی، چې له امله یې خلک له لوږې، ناروغیو او سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس