معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملي موزیم کې ۶۰ زره قلمه لرغوني اثار موجود دي

ملي موزیم کې ۶۰ زره قلمه لرغوني اثار موجود دي

ملي موزیم کې ۶۰ زره قلمه لرغوني اثار موجود ديکابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۱   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال د کلتوري ميراثونو د ساتنې د نړیوالې ورځې په نمانځغونډې کې ویلي، چې د څو لسیزو څه باندې ۶۰ زره بېلابېل اثار په ملي موزيم کې ساتل کیږي.

نوموړي ویلي، په وروستي یوه کال کې د ملي موزيم د اثارو د ساتنې ترڅنګ پر دې بريالي شوي، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو سلګونه لرغوني او کلتوري اثار کشف او د هېواد ملي موزيم ته ولېږدوي.

د ملي موزيم رییس بیا ویلي، چې يو شمېر کسانو او هېوادونو کلونه – کلونه هڅې وکړې، چې د هېواد کلتور او لرغوني اثار له منځه یوسي.

د ده په وینا دوی هڅه کوي چې افغاني کلتور ژوندی وساتي او ساتنه یې وکړي.

بل لور ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال ويلي، د سرپرست حکومت مشر په هېواد کې د لرغونو او کلتوري اثارو د قاچاق او پلور د مخنیوي امر کړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس