معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مسکو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۰ تنو ته لوړ شو

مسکو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۰ تنو ته لوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۵ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د موسیقۍ په یوه تالار کې د ډزو پېښې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۰ تنو ته لوړ شوی دی.

د روسیې امنیتي ادارو ويلي، په دې خونړي برید کې نږدې ۱۵۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، په دغه پېښه کې ښکېل ټول شکمن وسلوال نیول شوي دي.

نوموړي‌ په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې بریدګرو هڅه کوله اوکرایین ته په تېښته بریالي شي.

اوکرایین بیا له وړاندې په دغه برید کې خپله ښکېلتیا رد کړې ده.‌

د همدې پېښې له امله پوتین نن یکشنبه ټول هېواد کې ماتم اعلان کړی دی‌.

په مسکو کې دا خونړی برید د نورو ګڼو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان سرپرست حکومت هم په سختو ټکو غندلی دی.

داعـ.ـش ډلې د دغې برید مسوولیت منلی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس