معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مالیې وزارت تېر کال له اقتصادي پلوه د خپلو لاسته راوړنو ډک بللی

مالیې وزارت تېر کال له اقتصادي پلوه د خپلو لاسته راوړنو ډک بللی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۵ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مالیې وزارت ویلي، چې له بهرنیو ګڼو بندیزونو سره – سره ۱۴۰۲ مالي کال د افغانستان لپاره له مالي او اقتصادي اړخه د بریالیتوبونو او لاسته راوړنو څخه ډک وو.

یاد وزارت ویلي، په تېر مالي کال کې د ملي عوایو په شفاف ډول راټولو ترڅنګ ملي بودیجه په ګټوره توګه مدیریت شوې او د دولت ټول عادي او پراختیایي لګښتونه چې د وړم کال په پرتله زیات وو، په ټاکلي وخت اجرا شوي دي.

دې وزارت زیاته کړې، چې د ملي بودیجې پر مټ د یو لړ اقتصادي پروژو په پلي کولو سربېره سوداګرۍ هم پراختیا موندلې او په ټولیز ډول د تېر کال په پرتله د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شوی دی.

په ورته مهال د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۱۴۰۲ مالي کال له ګټورو تجربو څخه به په روان ۱۴۰۳ مالي کال کې د ملي اقتصاد د لا پیاوړتیا په موخه په بېلابېلو مهمو برخو کې ګټه واخیستل شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس