معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې د ښوونځیو پر زده‌کوونکو درسي کیټونه وېشل کیږي

لوګر کې د ښوونځیو پر زده‌کوونکو درسي کیټونه وېشل کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۹ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د لوګر پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو ته د نږدې ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښوونکو او زده کوونکو د درسي کیټونو د انتقال لړۍ پیل کړې ده.

د راپور پر بنسټ، د لوګر د پوهنې ریاست زیاته کړې، چې د کتابونو د لېږد دا  لړۍ د پوهنې وزارت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د هدایت پر اساس پیل شوه، چې نن او سبا به د مرکز او ټولو ولسوالیو د پوهنې آمریتونو ته ورسول شي.

د مسوولینو په وینا د پوهنې آمریتونو ته په لېږدېدونکو توکو کې ۲۹۹ کیټه د ښوونکو درسي توکي ، ۲۷۳۵ کیټه د زده کوونکو درسي مواد ، ۶۲ کیټه د زده کوونکو سپورټي وسایل او ۲۶۲ کیټه نور د ښوونځیو تخنیکي وسایل شامل دي، چې دغه کیټونه د پوهنې ریاست د غوښتنې له مخې  یونېسف چمتو کړي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس