معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له کراچۍ بندره د افغان سوداګرو د پاتې کانټینرونو د لېږد هڅې روانې دي

له کراچۍ بندره د افغان سوداګرو د پاتې کانټینرونو د لېږد هڅې روانې دي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۰ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ويلي، چې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د پاتې شویو کانټینرونو لېږد په هڅه بوخت دي.

د راپور پر بنسټ، دغه بندر کې شاوخوا درې نیم زره کانټینرونه بند شوي وو، چې اوس یې د لېږد اجازې تر اخیستلو وروسته د انتقال هڅې روانې دي.

د ګډې خونې یو مسوول خان جان الکوزي ویلي، څه کم ۵ سوه کانټینرونه لا هم په کراچۍ کې ایسار پاتې دي.

د ده په خبره له یادو کانټینرونو ډېری یې پر لار دي او یو شمېر یې افغانستان ته هم رسېدلي دي.

د مسوولینو په خبره دغو کانټینرونو کې خوراکي توکي او نور اموال شامل دي.

د الکوزي په وینا هغه نګټیف لیست چې ۴۵۰ څخه تر ۵۰۰ کانټینرونه په کې شامل دي، اوس هم په کراچۍ کې دي.

دی وایي کوښښ کوي چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړو، څو دغو کانټینرونو ته هم د لېږد اجازه ترلاسه کړي.

پاکستان د اکټوبر په درېیمه له افغانستان سره د ټرانزیټ په برخه کې په سوداګریز تړون کې بدلونونه راوستل او د افغان سوداګرو پر وارداتي توکو یې د لس سلنه تعرفې سربېره د ۲۲۰ قلمه توکو پر لېږد بندیز ولګاوه، چې له دې امله دغه کانټینرونه په کراچۍ بندر کې ایسار پاتې شول. افغان لوري په هماغه مهال پر دغې پرېکړې نیوکه کړې وه.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس