معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له شبرغان څخه مزار ته د ګازو نل لیکې د جوړېدو چارې ۶۳ سلنه تکمیل شوي

له شبرغان څخه مزار ته د ګازو نل لیکې د جوړېدو چارې ۶۳ سلنه تکمیل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ویلي، چې له شبرغان څخه تر مزار شریف ښار پورې د ګازو نل لیکې د جوړېدو چارې ۶۳ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې به یې ډېر ژر تکمیل شي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د ګازو دغه نل لیکه ۹۵.۵ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د رغولو لپاره یې افغان حکومت ۶۰۹ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده.

یاد نل لیکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱.۵ میلیونه متر مکعبه ګازو د لېږد وړتیا لري، چې د رغولو چارې یې له نړیوالو معیارونو سره سمې د افغان انجنیرانو له لوري پر مخ وړل کیږي.

له دغو ګازو څخه به په مزار شریف ښار کې د برېښنا، غضنفر پاور، د ښيښو جوړونې کارخونې او په صنعتي پارکونو کې د ګټې اخیستنې لپاره وکارول شي.

اوس مهال د شبرغان د ګازو له څاه ګانو څخه په ورځني ډول ۶۵۰ زره متر مکعب ګاز استخراج کیږي، چې د اقچې او شبرغان ښار کې د کورونو تر څنګ بیات پاور، برېښنا او په نور بېلابېلو برخو کې ترې ګټه اخیستل کیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس