معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / له تورخمه تر بلخ ولایت هره ورځ له سوداګریزو مالونو ۷۵۰۰۰۰۰۰ افغانۍ په ناقانونه توګه اخیستل کېږي

له تورخمه تر بلخ ولایت هره ورځ له سوداګریزو مالونو ۷۵۰۰۰۰۰۰ افغانۍ په ناقانونه توګه اخیستل کېږي

له تورخمه تر بلخ ولایت هره ورځ له سوداګریزو مالونو ۷۵۰۰۰۰۰۰ افغانۍ په ناقانونه توګه اخیستل کېږي
راپور: ایمل ظاهر
ننګرهار کې ګهیځ داسې اسناد موندلي چې د ترانسپورټ وزارت اړوند مامورین د لویو لاريو له چلوونکو څخه له تورخم نه تر مزار شریف پورې د ترانزیټي لارې په اوږدو کې له قانوني مالیې یا ټکس پرته پنځلس ځایه نور ناقانونه پیسې اخلي.
له تورخم څخه په تجارتي توکیو له بار لاریو څخه لومړی د جلال آباد ښار په څنډه د ثمرخېلو په پاټک کې د ترانسپورټ د مامورینو له خوا د ناقانونه پیسو اخیستو لړۍ پیليږې او د ننګرهار ګمرک ته د داخلېدو او بېرته راوتو پرمهال له هر موټر څخه د ګمرک ساتونکي پنځه پنځه سوه افغانۍ چې هېڅ قانوني سند نلري اخلي.
تر هغې وروسته د سره رود دوسرکې، د دورنټې په چک پوست، او له ننګرهار وروسته د لغمان ولایت اړوند د سرخکانو په چک پوست، د کابل اړوند څرخي پله، ده سبز بندر، چاریکار بندر، او همداسې تر مزار شریف پورې پنځلس ځایه له موټر چلوونکو څخه د سند له ورکړې پرته په ناقانونه ډول پیسې اخیستل کېږي.
د لارۍ چلوونکو د انسجام شورا غړی نور آغا خوګیاڼی وایي: “له مونږ څخه یوازې په جلال آباد کې نه، په تورخم کې، په ثمرخېلو کې، په ګمرک کې، په دوسرکه کې په درونټه کې سرخکانو کې او همداسې تر مزار شریف پورې پنځلس ځایه د ترانسپورټ مامورین پیسې اخلي.”
د لارۍ چلوونکو د انسجام شورا دغه غړی زیاتوي چې د ترانسپورټ مامورین د مالونو ارزښت ته په کتو ترې له هر موټر څخه د پنځه زره افغانیو نيولې تر دېرش زره افغانیو پورې نغدې پیسي اخلي.
خوږیاڼی همدارنګه وایي د ترانسپورټ مامورین ترې د ترلاسه کېدونکو پیسو په مقابل کې موټر چلوونکو ته هېڅ قانوني سند هم نه ورکوي ځکه نو اټکل کېږي چې دا پیسې د ملي بودیجې پرځای شخصي جیبونو ته ځي.
دا په داسې حال کې ده چې یو کال وړاندې په دې برخه کې د فساد شتون له کبله، ولسمشر د یوه ځانګړي حکم له مخې په فزیکي ډول د هر ډول پیسو اخیستل منع کړي وو او پرځای یې یوازې د ګمرکاتو اړوند د اسیکوډا له لارې چې پیسې یې د تعرفو په ورکړې سره بانکي حساب ته ورځي، جواز ورکړل شوی ؤ.
د لارۍ چلوونکو اتحادیې د معلوماتو له مخې چې د هرو ۲۴ ساعتو په موده کې له تورخم څخه تر مزار شریف پورې په لوړبیو او کم بیو توکو بار نږدې (۱۰۰۰) لارۍ تګ راتګ کوي چې که په اوسط ډول د لارې په اوږدو کې له هرې لارۍ څخه د ترانسپورټ په هر چک پوست کې پنځه – پنځه زره افغانۍ واخیستل شي نو تر مزار شریف پورې له هر موټر څخه پنځه اويازره افغانۍ اخیستل کېږي چې د ۱۰۰۰ موټرو څخه په مجموعي ډول په یوه شپه او ورځ کې (۷۵۰۰۰۰۰۰) پنځه اويا میلیونه افغانۍ ترلاسه کېږي.
خو د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي په تجارتي مالونو له بار موټرونو څخه په فزیکي ډول د ترانسپورټ وزارت کار کوونکو له لورې د پیسو اخیستلو هغه فرمان د ولسمشر له خوا بېرته لغوه شوی دی.
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي هغه لارۍ چې په تجارتي مالونو بار وي او له یوې سیمې څخه بلې ته داخليږي د هغې سیمې ترانسپورټ اداره ترې د یو سند په ورکړې سره یوه اندازه قانوني پیسې اخلي، خو نوموړی هغه پیسې غیر قانوني بولي چې د سند له ورکړې پرته له لارۍ چلوونکو اخیستل کېږي.
د ننګرهار د ترانسپورټ ریاست هم ومنله چې په بندرونو کې یې په تجارتي مالونو له بار موټرو څخه په غیر قانوني ډول پیسې اخیستل کېږي او پر وړاندې یې د اقداماتو خبره هم کوي.
نوموړی زیاتوي: “هره هغه پارچه چې لارۍ چلوونکو ته ورکول کېږي او د پیسو اندازه، پلیټ نمبر، کلیو میټر د مامور امضاء او ټاپه پرې نه وي، نو غیر قانوني اخذ بلل کېږي چې مونږ به یې پر وړاندې په پوره جدیت مخنیوی وکړو.”
د دې ترڅنګ ګهیځ داسې اسناد هم موندلي چې د هېواد د لویو ترانزیټي لارو په اوږدو کې وسله وال طالبان هم له له یادو لارۍ چلوونکو څخه د تجارتي اموالو قیمت ته په کتو له هر موټر څخه له پنځه زره افغانیو څخه تر پنځه ویشت زره افغانۍ اخلي خو د افغان حکومت د ترانسپورټ وزارت د مامورینو سره په دې توپېر چې طالبان لارۍ چلوونکو ته د ټول هېواد په کچه یوازې یوه پارچه ورکوي او که بیا ځلې د هېواد په هر ګوټ کې د وسله والو طالبانو له ګمرکي مامورینو سره مخ شي نو په لومړي ځل د ترلاسه شوې پارچې په ښودلو سره له هغې سیمې تېرېږي.
دا موضوع مو د ترانسپورټ وزارت له ویاند سره هم شریکه کړه خو په تکرار ډول د دې ادعاوو د سپیناوي لپاره د پیغامونو او ټیلیفوني اړیکو له نیولو وروسته هم د ترانسپورټ وزارت د نظر په اخیستلو بریالي نشوو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس