معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / فراه کې د ۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو هنګرونو د جوړولو چارې پیل شوې

فراه کې د ۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو هنګرونو د جوړولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مالیې وزارت ویلي، چې د فراه په ابو نصر فراهي ګمرک کې د ۷۱ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د څلورو هنګرونو د جوړولو چارې پیل شوې.

یاد وزارت ویلي، د دې پروژې مالي لګښت له پراختیايي بودیجې څخه تمویلیږي، چې چارې به یې په راتلونکو لسو میاشتو کې بشپړې شي.

مسوولینو ویلي، چې هر هنګر به د ۵ زره مټریک ټنه توکو د زېرمه کولو ظرفیت ولري، چې د سوداګرو لپاره به د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په برخه کې مهمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د مالیې وزارت چارواکو زیاته کړې، چې د دې هنګرونو په جوړېدو سره به د صادراتو او وارداتو پروسه نوره هم اسانه او سوداګرو ته به د ګمرکي چارو په تنظیم کې لا زیات سهولتونه رامنځته شي.

بل لور د فراه سوداګرۍ خونې مسوولین هم دې پروژې ته خوښ دي او هیله لري، چې دا ډول بنسټیزې پروژې به د هېواد اقتصادي ودې ته ګټه ورسوي او د سیمې سوداګري به ورسره نوره هم پراخه شي

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس